Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

چین: افغانستان کې د جمهوري نظام پرځېدل د امریکا پوځي او سیاسي ماته وه

د اسلامي امارت تر دوه کلن کېدو یوه ورځ وروسته، د چین بهرنیو چارو وزارت د دغې ورځې په مناسبت، د جمهوري نظام پرځېدل د امریکا نظامي او سیاسي ماته ګڼي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ونبین په یوې خبري غونډه کې ویلي چې دم‌ګړۍ د افغانستان راتلوونکی د هغه د خلکو لاس ته ستون شوی او دغه هېواد په تېرو دوو کلونو کې باثباته و. 

د چین بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي:«په افغانستان کې چې څه وشول، په دغه هېواد کې د ترهګرۍ پر ضد د امریکا د مبارزې سیاسي او نظامي ماته وه او یو ځل بیا یې دا ثابته کړه چې نظامي لاس‌وهنه، سیاسي نفوذ او ډیموکراټيک تحول د یوه هېواد له بهره اغېزه نه‌لري او یوازې ناورین او ګډوډۍ رامنځته کولای شي.»

ونبین په دغه خبري غونډه کې یو ځل بیا د ټول‌ګډونه حکومت پر جوړېدو، د ښځو او قومي لږکیو د حقونو پر مراعتولو ټینګار کوي او له سرپرست حکومته غواړي چې د نړۍوالې ټولنې غوښتنو ته ځواب ویونکي اوسي او په فعاله بڼه عمل وکړي.

هغه زیاته کړه:«نړۍواله ټولنه له افغانستانه تمه لري چې ټول‌ګډونه حکومت جوړ کړي او د ښځو او قومي لږکیو په ګډون د ټولو هېوادوالو د حقونو او ګټو ساتنه وکړي.»

خو د دوو کلونو په تېرېدو، د ښځو د حقونو په تړاو د اسلامي امارت له لوري د ځينو هېوادونو او نړۍوالو سازمانونو غوښتنې تر اوسه نه دي پوره شوي.

د ملګرو ملتونو او بښنې نړۍوال سازمان ځينې چارواکو بیا د ښځو د حقونو نه مراعتولو له امله له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې پر اسلامي امارت فشارونه لا زیات کړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي هم له اسلامي امارته غواړي چې په افغانستان کې د بشري حقونو نقض ته د پای ټکی کېږدي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټرش ویلي:«پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ دوه کاله تېرېږي او په دغه هېواد کې د نجونو او ښځو پر حقونو له لګولو شویو محدودیتونو سربېره، روان وضعیت په ژوره توګه اندېښمنونکی دی، نړۍواله ټولنه باید افغانان هېر نه کړي.»

خو اسلامي امارت د چین د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو په غبرګون کې وايي، په افغانستان کې د ښځو حقونه تامین دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:«موږ هېڅکله بشري حقونه نقض کړي نه دي. هغه حقونه چې انسان یې لري، د اسلامي شریعت د چوکاټ پر بنسټ څېړل کېږي او حتماً ورکول کېږي او موږ د خلکو د حقونو د ساتنې لپاره یوو.»

که څه هم د اسلامي امارت له واکمنۍ دوه کاله تېرېږي؛ خو نړۍ د بشري حقونو د نقض او د ټول‌ګدونه حکومت د نه جوړېدو له امله اسلامي امارت په رسمیت نه دی پېژندلی. په مقابل کې اسلامي امارت تل ټينګار کړی چې د اسلامي شریعت پر بنسټ د ښځو حقونه مراعت شوي او د پراخ‌بسټه حکومت جوړېدل هم د افغانستان کورنۍ مسئله ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه