Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په درې هېوادونو کې افغانانو ته د پاسپورټونو د وېش بهیر پېل

د بهرنیو چارو وزارت په ایران، پاکستان او ترکیه کې افغان کډوالو ته د پاسپورټونو د وېش بهیر له پېله خبر ورکوي.

د دغه وزارت چارواکي وايي هڅې کوي چې د کډوالو د ډېرو ستونزو د حل لپاره دغه بهیر په ازبیکستان او چین کې هم له سره پېل شي.

د بهرنیو چارو وزارت د کونسلي چارو رییس محمد شعیب بریالی وايي:«تاسې پوهېږئ چې افغانان په بهرنیو هېوادونو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي چې اصلي ستونزه یې د پاسپورټ یا اسنادو ستونزه ده، موږ په لنډه موده کې وتوانېدو چې په ایران، پاکستان او ترکیه کې او په نږدې راتلوونکي کې چې سیسټم وصل شوی په ازبیکستان او وروسته په چین کې دغه سیسټم فعال کړو عملاً دغه کار مو په څلورو سیمو کې تطبیق کړی دی.»

ورته مهال په ایران کې افغان کډوال د افغانستان د کونسلګرۍ له لوري د پاسپورټونو د وېش له بهیره خوښي څرګندوي. دوی وايي، پاسپورټونو ته نه لاسرسي له ګڼو ستونزو سره مخ کړي وو.

ایران کې افغان کډواله لطیفه ستانکزۍ وايي:«موږ خوشحاله یوو چې برېښنايي پاسپورټونو په کار پېل کړی که ‎څه هم له  ۳۰ ډالرو یې ۲۰ ډالرو ته کموالی موندلی، که چېرې نور هم کم شي ښه به وي خلک واقعاً ډېرې ستونزې لري.»

د بشري حقونو ځينې فعالان په ایران کې د دغه بهیر پېل د افغان کډوالو لپاره یو نېک ګام ګڼي.

په ایران کې د افغان کډوالو د حقونو فعاله اصفه ستانکزۍ وايي:«کډوال له بېلابېلو ستونزو سره مخ شوي دي په ځانګړې توګه افغان زده‌کړیالان چې د زده‌کړو له دوامه پاتې دي، سوداګر او مسافرین چې نورو ځایونو ته د سفر هوډ درلود له ګڼو ستونزو سره مخ وو.»

د بهرنیو چارو وزارت د ورکړ شویو معلوماتو له مخې، د کونسلګریو لپاره هره ورځ نږدې ۱۰۰۰پاسپورټونه چاپېږي او د تېر یوه کال په ترڅ کې یې افغان کډوالو ته په نورو هېوادونو کې ۳ سوه زره پاسپورټونه وېشلي دي.

ورته مهال په ایران کې افغان کډوال د افغانستان د کونسلګرۍ له لوري د پاسپورټونو د وېش له بهیره خوښي څرګندوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه