د ازموینو ملي ادارې نن (دوشنبې، د وږي په ۱۳مه) د ۱۴۰۲ کال د کانکور ازموینې پایلې اعلان کړې.
دغې ادارې اعلان کړی چې د فراه ولایت اوسېدونکي محمود د ۳۵۹٫۱۶۱۱ نمرو په ترلاسه کولو سره د سږني کانکور اول نمره او د کابل پوهنتون طب پوهنځي ته بریالی شوی دی.
بلخوا د کابل اوس عباس د ۳۵۷٬۴۷۵۹ نمرو په ترلاسه کولو سره دویم او عبدالباعث د ۳۵۵٫۷۹ نمرو په ترلاسه کولو سره درېیم، د غزني اوسېدونکی شفیعالله له ۳۵۴ نمرو سره څلورم او د کابل اوسېدونکی حشمتالله د ۳۵۲٫۷ نمرو په ترلاسه کولو سره پنځم نمره شوی دی.
د ازموینو د ملي ادارې سرپرست عبدالباقي حقاني وايي چې د کانکور په سږنۍ ازموینه کې ۸۴ زره او ۲۳۴ تنو ګډون کړی و او له دې منځه ۴۴ زره او ۳۳۶ تنه لوړو زدهکړو، ۲۷۵۵ تنه نیمهلوړو او ۳۱ زره او ۴۲۰ تنو خصوصي پوهنتونونو ته لار موندلې ده.
د ښاغلي حقاني په وینا، په سږني کانکور ازموینه کې، د عمومي کانکور، دیني مدرسو، څوارلسم، عالیه او خامسه برخو کې ترسره شوې وې.
د وردګو ولایت اوسېدونکی محمد طه د دیني عالمانو په عالیه برخه کې، د نیمروز ولایت اوسېدونکی سید عبدالله د علمانو په خالصه برخه کې، د هرات ولایت اوسېدونکی سید طیب، د دیني مدرسو په برخه کې، د کونړ ولایت لعل زرین د څوارلس پاسو په برخه کې لومړی مقام خپل کړی دی.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د کانکور ازموینې د پایلو د اعلان په مراسمو کې وايي چې سږکال د تېرو کلونو پرتله ۲۰ زره ډېرو زدهکوونکو د کانکور په ازموینه کې ګډون کړی دی.
ښاغلي حنفي له ځوانانو وغوښتل چې په افغانستان کې پاتې شي او په هېواد کې د زدهکړو له زمینې استفاده وکړي.
د کانکور ازموینې د پایلو د علان په مراسمو کې د چارو ادارې رییس نورالحق انور وویل چې په تېرو څو لسیزو کې په افغانستان کې د تخصص او ژمنې نشتون له امله ستونزې رامنځته شوي چې د اسلامي امارت لپاره د هغه جبران اسانه نهدی.
واک ته د اسلامي امارت له رسېدو مخکې، دوه کاله پرلهپسې د کانکور ازموینې لومړی مقام نجونو ترلاسه کړی و؛ خو سږکال دغه ازموینه د هغوی له حضور پرته ترسره شوه.
په دې اړه مو اندونه