Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

خالد حنفي: په کابل کې منکرات صفر ته رسېدلي

د امر بالمعروف نهې عن المنکر وزارت سرپرست محمد خالد حنفي نن (سې‌شنبې، د تلې پر ۱۸مه) د لویې جرګې په تالار کې ویلي چې په هوټلونو او په ټول کې په کابل ښار کې د منکراتو کچه صفر ته رسېدلې ده.
 
ښاغلي حنفي په دغې ناسته کې چې د اسلامي امارت لوړپوړو چارواکو، د بېلابېلو ولایتونو عالمانو، د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت محتسبینو او ځينو هېوادوالو له حضور سره جوړه شوې وه، همدارنګه ویلي هر هېوادوال حق لري چې د نظام او حکومت له چارواکو شکایت وکړي.

هغه د اوسني نظام پر ساتنې ټینګار وکړ.

خالد حنفي ویلي:«نن الحمدالله په کابل کې ۱۵۰ هوټل چې حتا شمېر یې ۱۷۰ ته هم رسېږي، په هغو کې منکرات صفر ته رسېدلي او معروفات سل په سلو کې شوي دي.»

د کورنیو چارو وزارت سرپرست بیا په دغه غونډه کې د خپلو خبرو په ترڅ کې د امربالمعروف وزارت له چارواکو او محتسبینو وغوښتل چې له خلکو سره نېک چلند وکړي.

سراج الدین حقاني زیاته کړه چې هېوادوال باید پر اسلامي نظام ناشکري ونه‌کړي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست وویل:«د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت او محتسبینو څخه په درنښت هیله کوم هغه کسان چې له تاسو وېره لري، تاسې باید یو ډول هغوی ته بلنه ورکړئ او داسې طرحه عملي کړئ او تاسو اړیکې دومره عادي شي چې دغه وېره د هغوی له ذهن څخه ووځي.»

د کابل والي بیا په دغه غونډه کې د اسراييلي ځواکونو پر وړاندې د فلسطیني ځواکونو له مبارزې د اسلامي امارت ملاتړ اعلان کړ.

د کابل والي محمد قاسم خالد څرګندوي:«د افغانستان اسلامي امارت او د افغانستان مظلوم او کړېدلی ملت هم د فلسطین د خلکو مظلومیت او د فلسطین د مجاهدینو په فکر کې دي او خپل ملاتړ اعلان وي.»

په دغه غونډه کې د دیني عالمانو، محتسبینو، د ګذر وکیلانو، د خصوصي سکټور د استازو، د ولسوالیو د سیمه ییزو چارواکو او په کابل کې د دولتي ادارو رییسانو په ګډون څه باندې درې زره کسانو برخه اخیستې وه.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني بیا په دغه غونډه کې د خپلو خبرو په ترڅ کې د امربالمعروف وزارت له چارواکو او محتسبینو وغوښتل چې له خلکو سره نېک چلند وکړي.

تصویر بندانگشتی

د امر بالمعروف نهې عن المنکر وزارت سرپرست محمد خالد حنفي نن (سې‌شنبې، د تلې پر ۱۸مه) د لویې جرګې په تالار کې ویلي چې په هوټلونو او په ټول کې په کابل ښار کې د منکراتو کچه صفر ته رسېدلې ده.
 
ښاغلي حنفي په دغې ناسته کې چې د اسلامي امارت لوړپوړو چارواکو، د بېلابېلو ولایتونو عالمانو، د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت محتسبینو او ځينو هېوادوالو له حضور سره جوړه شوې وه، همدارنګه ویلي هر هېوادوال حق لري چې د نظام او حکومت له چارواکو شکایت وکړي.

هغه د اوسني نظام پر ساتنې ټینګار وکړ.

خالد حنفي ویلي:«نن الحمدالله په کابل کې ۱۵۰ هوټل چې حتا شمېر یې ۱۷۰ ته هم رسېږي، په هغو کې منکرات صفر ته رسېدلي او معروفات سل په سلو کې شوي دي.»

د کورنیو چارو وزارت سرپرست بیا په دغه غونډه کې د خپلو خبرو په ترڅ کې د امربالمعروف وزارت له چارواکو او محتسبینو وغوښتل چې له خلکو سره نېک چلند وکړي.

سراج الدین حقاني زیاته کړه چې هېوادوال باید پر اسلامي نظام ناشکري ونه‌کړي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست وویل:«د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت او محتسبینو څخه په درنښت هیله کوم هغه کسان چې له تاسو وېره لري، تاسې باید یو ډول هغوی ته بلنه ورکړئ او داسې طرحه عملي کړئ او تاسو اړیکې دومره عادي شي چې دغه وېره د هغوی له ذهن څخه ووځي.»

د کابل والي بیا په دغه غونډه کې د اسراييلي ځواکونو پر وړاندې د فلسطیني ځواکونو له مبارزې د اسلامي امارت ملاتړ اعلان کړ.

د کابل والي محمد قاسم خالد څرګندوي:«د افغانستان اسلامي امارت او د افغانستان مظلوم او کړېدلی ملت هم د فلسطین د خلکو مظلومیت او د فلسطین د مجاهدینو په فکر کې دي او خپل ملاتړ اعلان وي.»

په دغه غونډه کې د دیني عالمانو، محتسبینو، د ګذر وکیلانو، د خصوصي سکټور د استازو، د ولسوالیو د سیمه ییزو چارواکو او په کابل کې د دولتي ادارو رییسانو په ګډون څه باندې درې زره کسانو برخه اخیستې وه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه