د بغلان ځينې اوسېدونکي چې په پلخمري ښار کې د امام زمان په جومات کې یې د جمعې ورځې په ځانمرکي برید کې خپل خپلوان له لاسه ورکړي، له امنیتي بنسټونو د دا ډول پېښو د تکرار د مخنیوي غوښتنه کوي.
سید عباس چې په دغه برید کې خپل دوه خپلوان له لاسه ورکړي، وايي د عمه زوی یې چې په دغه پېښه کې وژل شوی په دې وروستیو کې یې ګوژده کړې وه.
سید عباس طلوعنیوز ته وویل:«له اقتصاد پوهنځي فارغ شوی و. دولتي کار یې نهدرلود، ازاد کارونه یې کول او د خپلې کورنۍ ګټیالی و.»
په دې پېښه کې یو شمېر ټپي شوي کسان هم د جمعې ورځې د ځانمرګي برید بېلابېلې ترخې کیسې لري.
د پېښې ټپي سید سرور په دې هکله وايي:«هلته ۲۵۰ تر ۳۰۰ کسان وو او په دویمه خطبه کې وو چې چاودنه وشوه او موږ پر ځمکه ولوېدو.»
بل خوا، ځينې دیني عالمان هم پر ولسي وګړو برید د اسلامي لارښونو پر خلاف ګڼي. عالمان او د بغلان اوسېدونکي له امنیتي بنسټونو غواړي چې راتلونکي کې د دا ډول پېښو مخنیوی وکړي.
بغلان کې دیني عالم محمد یاسین مهديیار وویل:«له اسلامي امارته زموږ غوښتنه د خلکو د ځان، مال، ناموس او عزت د امنیت تامین دی. اسلامي امارت باید د خلکو د محفلونو او جوماتونو امنیت تامین کړي.»
د بغلان امنیه قومندانۍ ویاند شیر احمد برهاني هم وایي چې په دې پېښه کې ۷ تنه مړه شوي او ۱۵ تنه نور ټپیان دي. نوموړی همداراز د جوماتونو او عبادت ځایونو د امنیت د ټینګښت په موخه د هلو ځلو ډاډ ورکوي.
شیر احمد برهاني څرګندوي:«د هېوادوالو د امنیت د تامین او امنیت په هکله، ډاډ ورکوو چې نه تکرارېږي.»
دا په داسې حال کې ده چې د داعش ډلې د جمعې په ورځ د بغلان په پلخمري ښار کې د امام زمان په تکیه خانه کې د ځانمرګي برید مسوولیت پرغاړه اخیستی دی.
په دې اړه مو اندونه