Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ملګرو ملتونو سازمان؛ د افغان مېرمنو په تړاو د ځانګړې غونډې کوربه

د (ښځو سولې او امنیت) په اوونۍ کې په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغان مېرمنو په تړاو غونډه ترسره شوې ده.  

ګډون کوونکي په دغه ناسته کې، په افغانستان کې د مېرمنو پر وړاندې پر بندیزونو نیوکې کوي، او وایي چې مېرمنې د پلان له مخې له ټولنې لېري کېږي. 

د ښځو په برخه کې د ملګرو ملتوو اجراییه مدیرې، سیما باهوس وویل:«د دوه کلونو په لړ کې، د سرپرست حکومت چارواکو نجونې له زده‌کړو، کار، لاریون کولو او تفریح کولو بې برخې کړې دي.»

په اېټالیا کې کورنیو لپاره د برابرو فرصتونو وزیرې، ماریا روچیلا هم په دې تړاو څرګنده کړې: «نړۍواله ټولنه باید تل ښوونې ته د لاسرسي په برخه کې د جنسیتي برابري ارزښت او له تاوتریخوالي خوندیتوب په پام کې ونیسي.»

د تېر حکومت یو شمېر چارواکو چې په دغه ناسته کې یې ګډون کړی و، د افغانستان په اړه په ناستو کې د مېرمنو د شتون پر ارزښت ټینګار وکړ.

 د ښځو چارو پخوانۍ وزیرې او د دوحې په ناسته کې د افغانستان د پلاوي غړې محبوبې سرابي، څرګنده کړه: «ښځې مېز ته راوبلئ، که خبرې اترې وي، مذاکرات وي، تعامل وي او هر څه چې وي، ښځې ناستو ته راوبلئ او د ښځو په نشتون کې خبرې مه کوئ. دوی باید په خپله استازولۍ خبرې وکړي.»

د امریکې په متحده ایالاتو کې د افغانستان پخوانۍ سفیرې، عادله راز، په دې تړاو زیاته کړه:«افغان مېرمنې په تېرو دوو کلونو کې له هر ډول ستونزو سره مخ شوې دي؛ خو د شته شرایطو قرباني نه‌دي، بلکې د خپلو حقونو لپاره نه‌ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.»

د افغانستان لپاره د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارد بنټ، څرګنده کړه:«دغه ماموریت په ځانګړې توګه جنسیتي ځورونې او جنسیتي توپیر ته ګوته نه نیسي؛ خو دا د پخوانیو راپورونو په حواله ورته اشاره کوي. دا یوه لویه ننګونه او لوی امتیاز دی، او زه هیله من یم چې په راتلونکو میاشتو کې له تاسو ټولو، په ځانګړې توګه افغان میرمنو سره د دې ماموریت د پرمخ وړلو لپاره کار وکړم.»

د برېټانیا، ناروې او امریکا استازو په دغه ناسته کې د افغان مېرمنو پر ملاتړ ټينګار وکړ. 

د برېټانیا د بهرنیو ګډو ګټو د پراختیا وزارت استازې سونیا فري وویل:«انګلستان له نړۍوالې ټولنې سره کار ته دوام ورکوي، څو طالبان دې ته اړ کړي، چې له کړو ژمنو سره سم خپلې پرېکړې بدلې کړي.» 

بلخوا اسلامي امارت د ټولنې په ځينو برخو کې د ښځو شتون ته په نغوتې سره وایي چې په هېواد کې د مېرمنو حقونه تامین دي.
 
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې تړاو طلوع نیوز ته څرګنده کړه: «ټولې ادعاوې یې سمې نه‌دي، موږ باید ښځو ته د کاري ساحو یادونه وکړو چې زموو خویندې په‌کې په کار بوختې دي، هم د حکومت په دننه او هم له حکومته بهر، په ځانګړې توګه سوداګرۍ یې ډېر پرمختګ کړی دی.»

تر دې وړاندې، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دولس غړو هم پر هغه څه چې له بشري حقونو څخه سرغړونه او په افغانستان کې له مېرمنو سره تبعیض او د هغوی محرومیت بللی، نیوکه کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه