Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په نوې ډهلي کې د افغانستان سفارت وتړل شو

د هند په نوې ډیلي کې د افغانستان سفارت په یوه اعلامیه کې، د خپلو فعالیتونو د درېدو او د سفارت د سپارلو لامل د هند او اسلامي امارت فشارونه یاد کړي دي.

په دغه اعلامیه کې راغلي چې له ۸ اونیو انتظار وروسته هم د هند دولت د دوی غوښتنو ته رسېدنه نه ده کړې چې له امله یې د سفارت دایمي تړلو ته اړ شول.

په هند کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي: «د افغانستان د اسلامي جمهوریت ډيپلوماټانو دغه ماموریت د هند دولت ته سپارلی دی. اوس مهال یې د برخلیک په تړاو پریکړه د هند پر غاړه ده چې تړلی به پاتې شي، ځای ناستی به یې په پام کې ونیول شي او که دا امکان به وي چې د طالبانو ډيپلوماټانو ته یې وسپاري.»

که څه هم اسلامي امارت په دې تړاو څه نه وايي، خو ځيني پخواني ډيپلوماټان بیا د دغې کړکېچ حل په دوه اړخیزو خبرو اترو کې ویني څو په هند کې د میشتو افغانانو ستونزو ته د رسېدو لپاره ښکېل اړخونه یوې مشخصې پایلې ته ورسیږي.

پخواني ډيپلوماټ، عزیز معارج و ویل: «د هند حکومت د افغانستان له حکومتونو سره ښې اړیکې لري او نه غواړي چې د افغانستان په سیاسي او امنیتي مسایل کې ښکېل شي او ځکه خو یې مرستې هم کړي دي. خو د یو صنعتي هېواد په توګه له سیمې څخه لرې نشي پاتې کېدلی، کله یې چې تخنیکي کارکوونکي افغانستان ته واستول طالبانو هم پرې فشار راوړ چې د دوی ډیپلوماټان په هند کې ومني.»

اخوا، په هند کې افغان محصلین هم په نوې ډهلي کې د افغانستان د سفارت تړل کېدل اندېښمنونکي بولي.

هند کې افغان محصل، عبدالواحد طلوع نیوز ته و ویل: «هند کې دا مهال ډېر شمېر افغانان، محصلین او سوداګر اوسي، او د هغوی لپاره لومړنۍ مرجع سفارت وو چې د دوی ستونزې به یې حل کولې.»

تر دې مخکې، په نوې ډهلي کې د افغانستان سفارت ویلي و چې د دغه سفارت فعالیتونه به د هند حکومت د نه ملاتړ، د افغانستان د ملي ګټو د تامین لپاره د هغوی د تمو د نه پوره کېدو او د کارکوونکو او سرچینو د راکمېدو له امله د روان زیږیز کال د اکټوبر له لومړۍ نېټې بند شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه