Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

شاهین: ملګري ملتونه د افغانستان د څوکۍ په سپارلو کې بې پري نه دي

په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر ویلي، ملګري ملتونه د افغانستان څوکۍ پر اسلامي امارت د فشار په توګه کاروي.

سهل شاهین له ملي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې ملګرو ملتونو د نړۍوالو قوانینو پرخلاف سرپرست حکومت ته د افغانستان د څوکۍ د سپارلو په برخه کې خپل بې پرېتوب نه دی ساتلی.

په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس، سهیل شاهین و ویل: « دا یو ستر سازمان دی او دوی تل د قانون او قانون مندۍ، بې پریتوب او حقونو ادعا کوي خو په دې موضوع کې بې پری نه دی.»

نوموړی دغه راز ټينګار کوي، چې  اسلامي امارت باید د رسمیت پېژندنې لپاره د افغانانو غوښتنو ته غاړه کیږدې نه د هېوادونو.

په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس، سهیل شاهین و ویل: « موږ باید ولس غوښتنې هم په پام کې ولرو او هغو مسایل ته باید پآم وکړو، هغه د دې لپاره نه چې موږ د بهرنیانو غوښتنه منو، هغه خو هیڅکله نه منو.»

سهیل شاهین دغه راز زیاتوي، چې د افغانستان په تړاو هغه غونډې چې په وروستیو دوو کلونو کې د اسلامي امارت له حضور پرته جوړې شوې دي، هېڅ پایله نه ده لرلې او په راتلونکې کې به یې هم ورنه کړي.

په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر شتوالی له نړۍ سره د اسلامي امارت د وصل دروازه ګڼي او زیاتوي چې د افغانستان لپاره د نورو هېوادونو دیارلس سفارتونه له قطره فعالیت کوي.

د سیاسي چارو شنونکي، نجیب الله جامع تو ویل: « اړینه ده چې د قطر سیاسي دفتر ترڅنګ د بهرنیو چارو وزارت ډېر فعال شي ترڅو د افغانستان ډیپلوماسي او بهرنۍ سیاست او دوکتورین لا ښه تعبیر شي.»

د پوهنتون استاد، جاوید مومند و ویل: «دا دفتر هم کولی شي چې یو ښه منځګړی وي ځکه د افغانستان مساله یوه سیاسي او اقتصادي مساله ده او لا په رسمیت نه دی پېژندل شوی.»

سهیل شاهن دغه راز یوځل بیا امریکا د ژمنو پر ماتولو تورنوي او وایي چې واشنګټن پر هېڅ یوې هغې ژمنې عمل نه دی کړی چې په دوحه کې یې له اسلامي امارت سره کړې وې.

ښاغلی شاهین دغه راز زیاتوي چې د سرپرست حکومت په تړاو د نړۍ لیدلوري د تېرو دوو کلونو پرتله بدل شوی دی او د اسلامي امارت د په رسمیت پېژندنې هیلې هم شته.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه