Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سویډن کمېټې په کلنۍ غونډه کې د افغان ښځو وضعیت ارزول شوی دی

د هېواد د بشري وضعیت په اړه د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې له لوري جوړه شوې غونډه کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې چارسمبالې او د افغانستان د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي په هېواد کې د بشري وضعیت او د ښځو  حقونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې.

دوی ټینګار کړې چې د تېرو دوو کلونو په ترڅ کې ګام په ګام زده کړو او کار ته لاسرسی او ان عمومي پارکونو ته د خلکو تګ محدود شوی دی. 

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې چارسمبالې، رافایلا ایوډېس ویلي: « غواړم دا ووایم، هغه څه چې موږ په افغانستان کې په تېرو دوو کلونو کې زده کړل، دا دي چې په افغانستان بشري وضعیت ډير نا مناسب وو.»

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بېنټ هم ویلي: « د افغانستان د نجونو او ښځو وضعیت ورځ تر بلې بدتر شوی دی. د تېرو دوو کلونو په ترڅ کې، ګام په ګام، د زده کړو او کار سربیره د ژوند په ډيری برخو کې د نجونو او ښځو ژوند محدود شوی، ان عمومي پارکونو ته د هغوی پر تګ بندیزونه لګیدلي دی.»

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام استازي، سټيفن رودریکوز هم په دغه غونډه کې وویل: « د افغانستان د اوسنیو واکمنانو لپاره د بشری حقونو په تړاو یوه بنسټیزه پوهه پکار ده. موږ د زده کړو په ګډون په بېلابېلو برخو کې د اوسنیو چارواکو د کمزورو پالیسیو پر وړاندې غبرګون ښييو.»

د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې سرمنشي هم ډاډ ورکوي چې، د افغانانو د ستونزو د حل لپاره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
ایندریس ستیفنسن زیاته کړه: « موږ هڅې کوو چې، په بشري برخو کې ستونزو ته د رسېدنې په موخه له افغانستان سره ډېرې مرستې ولرو.»

د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې رییس، ازاده روجحان هم په دې اړه وویل: « موږ تل د افغانانو راتلونکي لپاره کار کړی؛ خو زموږ فعالیتونه به تر هغې بریالي نه وي چې، د افغانانو شمولیت او همکاري له ځانه سره ونه لرو. زموږ د فعالیتونو د اغېزمنتیا لپاره د افغانانو رول مهم دی.»

خو اسلامي امارت بیا وايي، په افغانستان کې ښځو حقونه خوندي دي.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد طلوع نیوز ته وویل: « د اسلامي امارت نظر دا دی چې د شرعي اړخه په ټولنه کې د خلکو د حقونو په مراعتولو کې هیڅ نیمګړتیا نشته. ځینې غوښتنې چې تر اوسه بشپړې شوې نه دي ځينو کارونو ته اړتیا لري چې باید ترسره شي، باید دې پړاو ته ورسیږو چې د ښځو د زده کړو او کار موضوع ده.»

په هېواد کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د ښځو حقونه یو له هغو مسایلو دي چې، د اسلامي امارت او نړۍوالې ټولنې ترمنځ پرې اختلافات روان دي.

د غونډې ګډونوالو ټینګار کړې چې د تېرو دوو کلونو په ترڅ کې ګام په ګام زده کړو او کار ته لاسرسی او ان عمومي پارکونو ته د خلکو تګ محدود شوی دی. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه