د امریکا ولسمشر کانګرس ته په یوه استول شوي لیک کې لیکلي چې امریکايي ځواکونه د افغانستان له خاورې احتمالي ګواښونو ته چمتو دي.
جو بایډن که څه هم د دغو ځواکونو د اصلي ځای په اړه څه نه دي ویلي، خو زیاته کړې یې ده چې امریکايي ځواکونه له افغانستانه د باندې دي څو امریکا ته له افغان خاورې پیښېدونکو ګواښونو ته ځواب و وايي.
کانګرس ته د امریکا د ولسمشر د لیک یوه برخه کې راغلي، «د امریکا نظامي ځواکونو له افغانستانه بهر موجود دي څو هغو ګواښونو ته چې ښايي د افغانستان له خاورې امریکا او د هغوی متحدینو ته پېښ شي، ځواب ورکړي.»
اسلامي امارت تازه د دغې موضوع په تړاو غبرګون نه دی ښودلی خو مخکې یې ویلي و چې افغانستان امن او امان دی او هیچاته به اجازه ور نه کړي چې له افغان خاورې نورو هېوادونو ته ستونزې جوړې کړي.
د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد طلوع نیوز ته و ویل: «اسلامي امارت د ټولو هغو پدېدو پر وړاندې خپله شدیده مبارزه پیل کړې چې په افغانستان کې ناامنۍ ته لمن وهي، افغانستان اوس امن دی او د ګواښونو پېښېدو اندېښنې په ځای نه دي.»
د نظامي چارو ځینې شنونکي بیا له افغان خاورې امریکا ته د پیښېدونکو ګواښونو په اړه د امریکا د اندیښنې تړاو داسې لیدلوري لري.
د نظامي چارو شنونکي، اسد الله ندیم و ویل: «د طالبانو په ګډون ټولې هغه شبکې چې په افغانستان کې فعالیت کوي نه یوازې دا چې د امریکا پر متحدینو د برید توان نه لري بلکې د سیمې پر هېوادونو هم بریدونو نه شي کولی.»
د نظامي چارو شنونکي، سرور نیازي و ویل: «امریکا اندښمنه ده چې داعش او القاعده د چین او روسیې په لومه کې ښکېل نه شي، او عصري وسلې ترلاسه نه کړي چې بیا به امریکا ته سرخوږی جوړ کړي.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د روان زیږیز کال د نومبر پر ۳۰مه د ترهګرۍ په تړاو پر خپل خپور شوي کلني راپور کې ادعا کړې وه چې القاعده، داعش او نورې سیمه ییزې ترهګرې ډلې په افغانستان کې فعالې پاتې دي.