د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال په رسمي غونډو کې له نږدې درې میاشتني نه ګډون وروسته بیرته سپیدار ماڼۍ ته را ګرځیدلی دی.
مولوي عبدالکبیر وايي، اوس یې روغتیايي وضعیت ښه او د ډاډ وړ دی او ډاکټرانو ورته مشوره ورکړې چې بیرته خپل کار ته ستنېدای شي.
د اسلامي امارت د رییس الوزرا سیاسي مرستیال، مولوي عبدالکبیر و ویل: « له پنځلس ورځو وروسته مې ناروغې یو څه زیاته شوه نو بیا د ډاکټر سلا مشوره دا وه چې زه ارام وکړم. ما په کور کې یوه میاشت ارام کړی چې هلته هم د ډاکټر تر درملنې لاندې وم، هغه تبلیغ چې زه کوم ګاونډي هېواد ته د درملنې لپاره تللی حقیقت نه لري، زه په خپل کور کې وم.»
د سیاسي چارو ځینې شنونکي بیا په رسمي غونډو او کتنو کې د هېوادوالو ستونزو ته د رسېدو لپاره د اسلامي امارت د لوړپوړو چارواکو حضور مهم بولي.
د سیاسي چارو شنونکي، امان الله هوتکي و ویل: «په دغه وخت کې د ده شتون او کار مهم دی ځکه دی د رهبرۍ غړی دی او بیا سیاسي مرستیال هم دی نو مولوي کبیر ډېرو ستونزو ته حل لار هم پیدا کولی شي.»
د سیاسي چارو شنونکي، احمد خان اندړ و ویل: «د ریاست الوزار کابینه د افغانستان د سیاسي او اقتصادي وضعیت په اړه، د ښې حکومتولی لپاره مخکې لاړ شي.»
له ناسوبتیا مخکې، د مولوي کبیر وروستۍ کتنه د سپټمبر پر ۴مه، د ترکیې له سفیر سره وه خو له هغې وروسته په رسمي غونډو کې نه و لیدل شوی.
په دې اړه مو اندونه