د ایران د بهرنیو چارو وزیر له ملګروملتونو غواړي څو هیواد ته د افغان کډوالو د بیرته ستنولو زمینه برابره کړي.
امیر عبداللهیان جینوا کې د پناه ورکړې د نړۍوالې مجمعې په دویمه ورځ خپلو خبرو کې ویلي، هېواد یې له ۴ لسیزو راهیسې د افغان کډوالو کوربه دی او اوس دې ملګري ملتونو د دغو خلکو په ستنولو کې له ایران سره همکاري وکړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر، حسین امیر عبداللهیان و ویل: «لکه څنګه چې تاسو پوهیږی، ۴۵ کاله کیږي چې ایران د کډوالۍ تر ټولو اوږده وضعیت کوربه دی او په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال بدلونونو وروسته، زما هېواد د نړۍ په کچه د تر ټولو ډېرو پناه غوښتونکو کوربه دی.»
د ایران د بهرنیو چارو وزیر همداراز په ایران کې د څه باندې ۵ میلیونه افغان کډوالو د حضور په تړاو څرګندونې وکړې او په دې برخه کې د ملګرو ملتونو مرستې کمې ګڼي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر، حسین امیر عبداللهیان و ویل: « په ایران کې د افغان کډوالو سره د مرستو لپاره د کډوالو عالي کمیشنریو هڅو برخو کې، دا په ډاګه کوو چې یوازې یو سلنه مرسته شوې ده.»
له بل لوري د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د ایران له ځانګړي استازي سره په کتنه کې د افغان کډوالو د حقوقي او قضايي ننګونو په تړاو خبرې کړې دي.
په ورته وخت کې د اسلامي امارت ویاند سره له دې چې، د افغان کډوالو په تړاو د ایران له کوربتوبه ستاینه کوي؛ خو بیا هم له تهرانه غواړي چې، هېواد ته د افغان کډوالو د ستنېدنې په برخه کې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي.
د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد و ویل: «له ایرانه هم غواړي چې له دې وروسته هم زغم ولري ځکه په تېرو لسیزو کې یې د افغانانو کوربتوب کړی دی، دوی هم هڅه کوي او موږ هم هڅه کوو چې دا افغانان هېواد ته راستانه شي.»
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په یاده غونډه کې همداراز په خپل هېواد کې افغان کډوالو ته د کار، زده کړو او روغتیايي خدمتونو له برابرېدو ډاډ ورکوي.
په دې اړه مو اندونه