Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي په راپور کې د افغانستان د وضعیت څېړنه

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انټونیو ګوټرش د «افغانستان د وضعیت او پر نړۍ یې اغېزې» تر عنوان لاندې په خپل تازه راپور کې پر مهمو موضوع‌ګانو له هغې ډلې د سیاسي، امنیتي پر مختګ، سیمه‌ییزې همکارۍ، بشري حقونو او بشري مرستو بحث کړی دی. 

په دغه راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت د جوړېدو لپاره غوښتنې د اسلامي امارت له خوا نه‌اورېدل کېږي او همدارنګه د ښځو او نجونو حقونه د ټولنې په ټولو برخو کې محدود شوي دي.

د ملګرو ملتونو سازمان د راپور په یوې برخه کې راغلي:«په افغانستان کې ښځې او نجونې کولای شي مدرسو ته لاړې شي، خو دا په ډاګه نه‌ده، چې په دغو مدرسو کې څومره تنه زده‌کړې کوي او ایا په دغو مدرسو کې د معاصرو علومو موضوع‌ګانې هم تدریسېږي او کنه.»

په دغه راپور کې راغلي چې په ۲۰۲۳ کال کې وسله والې نښتې د تېر کال په پرتله ۴۱ سلنه کمې شوي او وسله وال مخالفین نه دي توانېدلي چې د افغانستان د ځمکو د مدیریت په برخه کې د اسلامي امارت لپاره کومه ننګونه رامنځته کړي.

د دغه راپور له مخې، په افغانستان کې د تېرو درېیو میاشتو په بریدونو او چاودنو کې ۶۵ ملکیان وژل شوي او ۱۲۵ نور ټپیان شوي دي.

د سیاسي چارو شنوونکی عزیز معارج په دې هکله څرګندوي:«هغه چاودنې چې پخوا به کېدلې، اوس په افغانستان کې نشته او کموالی یې موندلی او په افغانستان کې وسله‌واله جګړه هم نشته، یعنې په ټول افغانستان کې امنیت تامین دی.»

د پوځي چارو شنوونکی صادق شینواری هم وايي:«د ملګرو ملتونو دا راپور په واقعیتونو را څرخېدلی او اوسمهال په ټول افغانستان کې د حکومت پر خلاف کومې نښتې شتون نه‌لري او د دې ترڅنګ د تېر پرتله دم‌ګړۍ په هېواد کې چاودنې هم کمې شوې دي.»

خو اسلامي امارت تراوسه د دغه راپور په اړه څه نه‌دي ویلي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي په خپل راپور کې دا هم ویلي، چې د افغانستان اقتصادي وضعیت نازک دی او د ۲۰۲۱ زیږدیز کال له ډسمبر څخه د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر تر ۱۵مې پورې افغانستان ته شاوخوا ۳،۲ مېلیارده ډالره نغدي لېږل شوي، چې له ډلې يې ۱،۴ مېلیارده ډالره د روان کال له پیله تردې مهاله لېږل شوي.

په دغه راپور کې راغلي چې په ۲۰۲۳ کال کې وسله والې نښتې د تېر کال په پرتله ۴۱ سلنه کمې شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه