Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اسنادو لرونکو کډوالو په هکله د پاکستان د لنډمهالي لومړي وزیر نوې څرګندونې

د پاکستان د لنډمهالي حکومت لومړی وزیر انوارالحق کاکړ وايي هېڅ داسې افغان کډوال یې له دغه هېواده نه دی ایستل چې د اوسېدو قانوني اسناد ولري.

ښاغلی کاکړ په یوې خبري ناسته کې زیاتوي، په پاکستان کې د پنځه مېلیونو افغان کډوالو له منځه یو اعشاریه ۷ مېلیون یې د ملګرو ملتونو د پناه غوښتونکو د ادارې له لوري ثبت شوي چې یو یې هم تر اوسه له پاکستانه نه‌دی ایستل شوی.

د پاکستان د لنډمهالي حکومت لومړی وزیر ویلي:«هغه هوکړه لیک چې زموږ او د ملګرو ملتونو د پناه غوښتونکو سازمان ترمنځ لاسلیک شوی، یو هغه افغان کډوال مو هم له پاکستانه نه‌دی ایستلی چې د ملګرو ملتونو د پناه غوښتونکو سازمان له لوري ثبت شوی او دلته له تېرو ۵۰ کلونو راهیسې اوسېږي. د دوی ترڅنګ داسې کسان دي چې ثبت شوي نه‌دي؛ کله چې څوک راجستر کېږي د هغوی لپاره په قانوني بڼه یو جواز صادرېږي، دغه زرګونه کسان چې موږ ایستلي، موږ ورته ویلي وو چې موږ ته سیاسي، ټولنیزې او ترهګریزې ستونزې جوړېږي او هغوی باید خپلو هېوادونو ته ستانه شي؛ خو موږ له هغوی سره کوم جبر نه‌دی کړی.»

انوارالحق زیاتوي چې د افغان کډوالو پر وړاندې هېڅ ډول مسوولیت نه‌لري او هغوی ته د پاکستان خپل اوسېدونکي لومړیتوب لري. هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ چې هرڅوک پاکستان ته راتلل غواړي باید له قانوني لارو دغه هېواد ته ورشي.

خو د اسلامي امارت ویاند د پاکستان له لنډمهالي حکومته غواړي چې له افغان کډوالو سره نېک چلند وکړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:«کډوال چې هر ‌ډول وي له هغوی سره باید قانوني چلند وشي او انساني چلند وشي.»

له دې سره سم، په پاکستان کې افغان کډوال وايي، د خپلو هغو کارتونو د تاریخ تېرېدو ته اندېښمن دي چې د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له لوري ورکړ شوي دي.

پاکستان کې افغان کډوال ملک خان شینواری وايي:«دلته چې کوم افغانان پاتې دي ورسره کارټ نشته چې د یو‌ان‌اچ‌سي‌ار له خوا ورته یو کارټ ورکړل شوی و هغه هم ورسره نشته یا ورک شوی، او کډوالو ته د دغه بنسټ د پاملرنې غوښتونکي دي.»

اخوا، د ملګرو ملتونو سرمنشي بیا د نړۍوالې کډوالۍ په غونډه کې د افغانستان په ګډون د نړۍ په کچه د جګړې او وچکالۍ له امله د کډوالو له بد وضعیت اندېښنه څرګنده کړه.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټرش وویل:«دا غونډه داسې مهال جوړېږي، چې له شخړو، سیاسي تقسیماتو، جګړې او اقلیمي بدلون له ناورینه ډک کال پای ته رسېږي. هغه کال چې په ترڅ کې یې ګڼ شمېر کسان د نا امنیو او تاوتریخوالي له امله اړ شول چې خپل کورونه پرېږدي. موږ له سوریې، افغانستان، یمن او میانمار نیولې تر غزې پورې د دې هرڅه شاهدان یو.»

اخوا، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني هم د اېټالیا له چارسمبالې سره په کتنه کې په پاکستان، ایران او ترکیه کې د افغان کډوالو د وضعیت او د هغوی د جبري ایستنې په تړاو خبرې کړې دي.

انوارالحق زیاتوي چې د افغان کډوالو پر وړاندې هېڅ ډول مسوولیت نه‌لري او هغوی ته د پاکستان خپل اوسېدونکي لومړیتوب لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه