د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د سالنګ لویې لارې د پرانیستنې پر مهال په نږدې راتلونکي کې د یو نوي تونل له جوړېدو هم خبر ورکوي.
عبدالغني برادر وایي د سالنګ لویې لارې بیا رغونې سره به د راکړې ورکړې کچه لوړه شي او افغانستان به ځان بسیاینې ته ورسېږي.
څلور میاشتې مخکې د سالنګ لویه لار د ټرافیکو پر مخ وتړل شوه او په دې موده کې د سالنګ د تونل په ګډون د دغې لارې ځينې برخې کانکرېټ شوې او بالاخره د چهارشنبې په ورځ د اسلامي امارت د چارواکو له لوري د ټرافیکو پر مخ پرانیستل شوه.
د رييس الوزراء اقتصادي مرستیال د دغې لویې لارې د پرانیستنې پر مهال په نږدې راتلونکې کې د سالنګ تونل د بدیلې لارې له جوړېدو خبر ورکړ.
د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر وايي:«د ګاونډي هېوادونو د تجارتي توکو د لېږد رالېږد کې به هم ډېرې اسانتیاوې رامنځته شي، او له دې لارې د سوداګریزې راکړې ورکړې حجم به هم زیات شي، اسلامي امارت په پام کې لري چې د امکاناتو له برابرېدلو سره د سالنګ دویم تونل هم وباسي او پرې خبرې روانې دي.»
د ټولګټو وزارت سرپرست وايي، هڅه شوې چې، دغه پروژه په ښه او منل شویو معیارونو سره سرته ورسېږي.
د ټولګټو وزارت سرپرست محمد عیسی ثاني وویل:«سيټيبي یا بل لفظ ګارویچ کانکرېټ کارول شوي چې له دې سره استقامت یې زیات شو چې ۴۲ سانتي هغه شول او ۱۴ سانتي دا شوو، د دې سربېره ۳۰ سانتي سیخ کانکرېټ کار شوی چې ټول ۹۰ سانتي ته رسېږي.»
له دې سره سم، د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، چې د سالنګ لویه لار له ټرانزیټي پلوه خورا مهمه ده او د افغانستان د سوداګریزو راکړو ورکړو له زیاتېدو سره مرسته کولای شي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړی مرستیال محمد یونیس مومند په دې هکله څرګندوي:«د دې پروژې نښلول د افغانستان په تجارت کې د سیمې په اقتصاد کې مهم رول لري، موږ به وکولای شو چې تقریباً د حیرتان بندر یا د ازبیکستان، تاجیکستان او ترکمنستان بندرونه چې تقریباً څلور بندرونه شول چې د دغو بندرونو له لارې موږ صادرات او واردات لرو.»
بلخوا، یو شمېر موټر چلوونکي او هېوادوال د سالنګ د لویې لارې پر پرانیستو خوښ دي او ټينګار کوي چې د دې لویې لارې نورې برخې دې هم ژر تر ژره بیاورغول شي.
د پروان اوسېدونکی زمری وايي:«پر دې باندې موږ قناعت نهکوو ځکه دغې لارې ته باید ډېره پاملرنه وشي، د ۱۱ ولایتونو لار ده او خلک ډېر په تکلیف دي، په اندرابو او خاوک او په دې لارو باندې ځي، نو دا سترې ستونزې دي.»
یو موټر چلوونکی هم څرګندوي:«دا خو ډېره د خوشحالۍ خبره ده، مخکې که ستاسو پام وي دا درې میاشتې خلک په کوتل حاجيګک، اندرابو او پنجشېر سره په ډېرو ستونزو سره وو.»
د ټولګټو وزارت وایي، چې د اسلامي امارت د مشر له فرمان سره سم، د سالنګ د لویې لارې د بیارغونې لګښت به د موټرو د حق العبور له پیسو ورکړل شي.
په دې اړه مو اندونه