Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په کورنیو کارخونو کې د ۶۵۰ قلمه درملو تولید

د خوړو او درملو ملي اداره وایي چې دم‌ګړۍ په هېواد کې د درملو د تولید څه باندې سل کارخونې فعالې دي.

د دغې ادارې په خبره، یادې کارخونې د څه باندې ۶۵۰ قلمه درملو د تولید وړتیا لري.

د خوړو او درملو د ملي ادارې ویاند زیاتوي چې په هېواد کې د ۸۰ سلنه قاچاق مخه نیول شوې ده.

جاوید هژیر زیاته کړه: « اوس مهال شاوخوا له ۲۰ تر ۳۰ سلنه درمل په قاچاقي ډول رالېږدول کیږي او د دې لپاره چې دغه سلنه صفر شي، د خوړو او درملو ملي اداره اوس مهال د قاچاق پر وړاندې د مبارزې د تګلارې په عملي کولو بوخته ده.»

ورته مهال، په پلازمېنه کابل کې د سیروم د یوې تولیدي کارخونې مسوول چې له پنځو کلونو راهیسې یې په دې برخه کې څه باندې ۲۵ میلیونه ډالره پانګونه کړې، په هېواد کې د درملو د قاچاق پر مخنیوي ټینګار کوي.

د سیروم دغه تولیدي کارخونه په ۲۴ساعتونو کې له څه باندې سل زرو ډېر سیرمونه تولیدوي.

د درملو د یوې تولیدي کارخونې رییس، نثار احمد تره کي وویل: « افغانستان کې درملو د تولید د پرمختګ د مخنیوي یواځنې لامل چې ټولې کارخونې له دغې ستونزې سره مخ دي، د درملو د قاچاق مسله ده.»

د درملو د یوې بلې تولیدي کارخونې رییس، عبدالهادي هدایت هم په دې اړه وویل: « حکومت وکولای شوای چې یو شمېر درمل چې کورنی تولید یې لره، د واردلو مخه یې ونیسي او ترڅو وکولای شو چې دې ته پرمختګ ورکړو. په دې مانا چې هغه څه چې دلته تولید کیږي وارد کوونکي نه شي کولای هغه وارد کړي.»

بل خوا، د درملو ملي ټولنه وايي، چې په هېواد کې د تولیدي درملو د کارولو لپاره باید د دغو درملو بیه راټیټه شي او د درملو ټول اړین تجهیزات باید په هېواد کې دننه تولید شي.

 د درملو د ملي ټولنې رییس، اسدالله کاکړ په دې اړه وویل: « غوښتنه مې دا ده چې که دوی غواړي چې د افغانستان درمل افغانان وکاروي، یو دا چې باید کیفیت ولري او بله دا چې بیې یې هم مناسبې کړي ځکه چې د افغانستان ولس ټول بې وزله دی.»

تر دې وړاندې د خوړو او درملو د ملي ادارې سرپرست ویلي وو، چې افغانستان چمتو دی چې یو شمېر درمل نورو هېوادونو ته صادر کړي.

په پلازمېنه کابل کې د سیروم د یوې تولیدي کارخونې مسوول چې له پنځو کلونو راهیسې یې په دې برخه کې څه باندې ۲۵ میلیونه ډالره پانګونه کړې چې په هېواد کې د درملو د قاچاق پر مخنیوي ټینګار کوي.

تصویر بندانگشتی

د خوړو او درملو ملي اداره وایي چې دم‌ګړۍ په هېواد کې د درملو د تولید څه باندې سل کارخونې فعالې دي.

د دغې ادارې په خبره، یادې کارخونې د څه باندې ۶۵۰ قلمه درملو د تولید وړتیا لري.

د خوړو او درملو د ملي ادارې ویاند زیاتوي چې په هېواد کې د ۸۰ سلنه قاچاق مخه نیول شوې ده.

جاوید هژیر زیاته کړه: « اوس مهال شاوخوا له ۲۰ تر ۳۰ سلنه درمل په قاچاقي ډول رالېږدول کیږي او د دې لپاره چې دغه سلنه صفر شي، د خوړو او درملو ملي اداره اوس مهال د قاچاق پر وړاندې د مبارزې د تګلارې په عملي کولو بوخته ده.»

ورته مهال، په پلازمېنه کابل کې د سیروم د یوې تولیدي کارخونې مسوول چې له پنځو کلونو راهیسې یې په دې برخه کې څه باندې ۲۵ میلیونه ډالره پانګونه کړې، په هېواد کې د درملو د قاچاق پر مخنیوي ټینګار کوي.

د سیروم دغه تولیدي کارخونه په ۲۴ساعتونو کې له څه باندې سل زرو ډېر سیرمونه تولیدوي.

د درملو د یوې تولیدي کارخونې رییس، نثار احمد تره کي وویل: « افغانستان کې درملو د تولید د پرمختګ د مخنیوي یواځنې لامل چې ټولې کارخونې له دغې ستونزې سره مخ دي، د درملو د قاچاق مسله ده.»

د درملو د یوې بلې تولیدي کارخونې رییس، عبدالهادي هدایت هم په دې اړه وویل: « حکومت وکولای شوای چې یو شمېر درمل چې کورنی تولید یې لره، د واردلو مخه یې ونیسي او ترڅو وکولای شو چې دې ته پرمختګ ورکړو. په دې مانا چې هغه څه چې دلته تولید کیږي وارد کوونکي نه شي کولای هغه وارد کړي.»

بل خوا، د درملو ملي ټولنه وايي، چې په هېواد کې د تولیدي درملو د کارولو لپاره باید د دغو درملو بیه راټیټه شي او د درملو ټول اړین تجهیزات باید په هېواد کې دننه تولید شي.

 د درملو د ملي ټولنې رییس، اسدالله کاکړ په دې اړه وویل: « غوښتنه مې دا ده چې که دوی غواړي چې د افغانستان درمل افغانان وکاروي، یو دا چې باید کیفیت ولري او بله دا چې بیې یې هم مناسبې کړي ځکه چې د افغانستان ولس ټول بې وزله دی.»

تر دې وړاندې د خوړو او درملو د ملي ادارې سرپرست ویلي وو، چې افغانستان چمتو دی چې یو شمېر درمل نورو هېوادونو ته صادر کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه