Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ملګرو ملتو سازمان امنیت شورا کې د متحده عربي اماراتو غړیتوب پای ته ورسېد

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غیر دایمي غړي په توګه د متحده عربي اماراتو دوه کلن غړیتوب پای ته ورسېد.

دغه هېواد چې په تېرو دوو کلونو کې یې له جاپان سره یوځای د افغانستان د قضیې مسوولیت پر غاړه درلود د افغانستان په تړاو د څو مسودو له جوړولو سره یې کار پای ته ورسېد.

په ملګرو ملتونو کې د دغه هېواد استازولۍ ویلي، په امنیت شورا کې یې د غړیتوب پر مهال، په افغانستان کې د ښځو د کار له حقونو او د سولې او امنیت په څېر له بېلابېلو مسایلو دفاع کړې ده.

د متحده عربي اماراتو استازولۍ ویلي:«موږ د زغم او همغږۍ ارزښتونه دود کړل، د فلسطین او د نورې عربي نړۍ له موخو مو دفاع وکړه، په افغانستان او هیتي کې مو د ښځو د کار، د سولې او امنیت له مسایلو دفاع وکړه، او د اقلیمي بدلون، سولې او امنیت په برخو کې مو د شورا ښکېلتیا لا پراخه کړه.»

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق په دې هکله وايي:«په افغانستان کې د بشري حقونو، سولې او ټیکاو د تامین په برخه کې یې ډېر روښانه دریځ درلود، له نښتونو یې په روان کال کې د خپلواکې ارزونې لپاره د رایو پر توافق د پرېکړه‌لیک تصویب، د متحده اماراتو او جاپان ګډې لاسته راوړنې دي.»

د افغانستان په اړه د متحده عربي اماراتو وروستۍ هڅه دا وه چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه لیک یې ترتیب کړ چې په ۱۳ موافقو او دوو باطلو رایو سره تصویب شو او دغه هېواد ته یې خپل ځانګړی استازی هم واستوه. اسلامي امارت بیا له دغه پریکړه لیکه چندان راضي نه و.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:«له شک پرته، پر کړنو یې شک نه‌لرو چې ښايي زړه سوی ولري او واقع‌بینانه مخته تللي وي، دغه سازمان په ټول کې له ځواکونو هېوادونو څخه اغېزمن دی. متحده عربي امارات او نور هېوادونه چې دایمي غړي نه‌دي په ټولو پرېکړو نفوذ نه‌لري.»

اوس پوښتنه دا ده چې له دغه وضعیته د وتلو لپاره، نړۍواله ټولنه او اسلامي امارت باید څه ډول عمل وکړي.

د سیاسي چارو شنوونکی، نجیب الرحمان شمال په دې هلکه وايي:«افغانستان په اوسنیو شرایطو کې په هغه حالت کې نه‌دی چې خپلې ستونزې په یوازې حل کړي. د همدې لپاره باید د نړۍوالې ټولنې غوښتنې، د امنیت شورا پرېکړه‌لیک سره چې له دیني، ملي او مذهبي ارزښتونو او د افغانستان د خلکو له ارزښتونو سره په ټکر کې نه‌وي، باید همغږه وي.»

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ۵ دایمي او ۱۰ غیر دایمي غړي لري. امریکا، چین، روسیه، برېټانیا او فرانسه د امنیت شورا دایمي غړي دي چې د ویتو حق لري او لنډمهالي غړي بیا د دوه کلنې دورې لپاره غوره کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه