Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ټول‌پوښتنه؛ پلازمېنه کې د بې‌کارۍ او پور کچه لوړه شوې

البيروني انسټېټیوټ په یوې نظر پوښتنه کې موندلي چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې په هېواد کې د بې‌کارۍ کچه په نارینه‌وو کې ۳۱ سلنه او په ښځینه‌وو کې هم ۸ سلنه زیاته شوې ده.

د دغې نظرپوښتنې له مخې، له ۲۰۲۱ تر ۲۰۲۳ کال پورې د کورنیو د پور کچه ۶۷ سلنې ته لوړه شوې او ۱۵ سلنه پوښتل شوي د خپلو کورونو د وسایلو پلور ته اړ شوي دي.

دغه ټول‌پوښتنه د کابل ښار د اوسېدونکو د ټولنيزې او اقتصادي ارزونې په موخه ترسره شوې، چې له ٣٠٠ کسانو سره يې څېړنيزې مرکې کړې دي.

بهاره چې د خیاطۍ کارخونې په جوړولو سره یې ۵۰ نجونو ته کاري زمینه برابره کړې وایي تېرو کلونو کې یې کار ډېر ښه و؛ خو اوس یې د کارخونې د تولیداتو بازار د تېر پرتله ډېر پیکه شوی دی.

بهاره کمزوری کورنی اقتصاد د خپل کار د پیکه کېدو لامل ګڼي. 

بهارې، د کارخونې مسوولې زیاته کړه:«په افغانستان کې د ښځو او سړیو تر منځ اقتصادي ستونزې ډېرې شوې دي او د جامو د پېرلو توان نه‌لري.»

خو د اقتصاد وزارت وایي هڅه کوي په داسې پروژو کار وکړي، چې خلکو ته د کار زمینه برابره او د دوی پر اقتصاد مثبت اغېز وکړي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري وویل:«هیله ده چې په روان کال کې وکولای شو چې بیا بیا د بې وزلۍ په له‌منځه وړلو کې جدي ګامونه پورته کړو.»

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي هم څرګنده کړه:«دغه وزارت په روان کال کې شاوخوا ۱۰۰ زره جوازونه وېشلي او دا په دې معنا ده چې جواز ترلاسه کوونکي په امارتي ادارو او یا هم خصوصي سکټور کې کار کوي.»

بل‌خوا، د چارو ځينې شنوونکي بیا پر دې باور دي چې افغانستان له ۲۰۲۱ زېږدیز کال وروسته د کورني ناخالص تولید په کچه د کموالي شاهد و او له اسلامي امارته غواړي چې د بې وزلۍ کچې د راټیټولو، د کرنې د پیاوړتیا او د بشري پراختیا په برخو کې پانګونې وکړي.

د اقتصادي چارو شنوونکی میر شکیب میر په دې اړه وايي:«دغه څېړنه په کابل کې په تېرو دوو کلونو کې د کورنیو د اقتصادي او ټولنیز وضعیت په اړه ارزښتناک معلومات وړاندې کوي او ښیي چې د ښاریانو په منځ کې بې‌کاري ۴۰ سلنه زیاته شوې ده.»

په افغانستان کې د بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ زیاتېدو د نړۍوالو مرستندویو بنسټونو اندېښنې هم زیاتې کړې دي.

په دې وروستیو کې، د ملګرو ملتونو بشري مرستو د همغږۍ دفتر د ۲۰۲۴ کال په راپور کې، په افغانستان کې د بشري مرستو د برابرولو لپاره له نړۍوالې ټولنې شاوخوا درې مېلیارد ډالر غوښتي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه