Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان او ازبېکستان ترمنځ ۲۰۲۳ کال کې سوداګري زیاته شوې

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې نورو هېوادونو په ځانګړې توګه د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د افغانستان د صادراتو کچه لوړه شوې ده.

د دغه وزارت شمېرې ښيي، چې په ۲۰۲۳ کال کې یوازې ازبیکستان ته د افغانستان صادرات د ۲۷ میلیونو ډالرو په ارزښت وو.

د دغه وزارت ویاند زیاتوي، هڅه کوي، له ازبیکستان سره د سوداګرۍ په برخه کې د سوداګرو لپاره ټولې اسانتیاوې برابرې کړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند احندزاده عبدالسلام جواد طلوع نیوز ته و ویل: «له ازبېکستان سره دوه اړخیزه سوداګري لرو. په تېر ۲۰۲۳ کال کې مو دغه هېواد ته د ۲۷ میلیونه ډالرو صادرات او له دغه هېواده مو د ۲۳۹ میلیونه ډالرو په ارزښت واردات کړي دي. ازبېکستان ته زموږ ډېری صادر شوي توکي وچه میوه، جوس، زرد الو، کنجد او قالینې او افغانستان ته د ازبېکستان صادرات برښنا، وړه، لوبیا، کیمیاوي کوډ، تیل او ګاز دي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونه ټینګار کوي چې د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان د سوداګریزو اړیکو زیاتولی د هېواد د عوایدو په زیاتوالي کې مهم رول لري.
 
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عامل پلاوي رییس میرویس هوتک په دې اړه و ویل: « غواړو چې له روسیې او اروپا سره و نښلیږو او دې برخې ته باید پام وشي. د سوداګرۍ او پانګونې خونه پر یو میکانیز کار کوي چې څنګه له دغې لارې له چین سره ونښلیږو.»

ځینې سوداګر هم له اسلامي امارته غواړي چې د سوداګریزو وېزو د ترلاسه کولو او بانکي ستونزو په برخه کې یې پر ستونزو غور وکړي.

سوداګر امید حیدري و ویل: « د صنعت او سوداګرۍ وزارت لخوا دې د سکټوري خونو په ګډون یوه کمېټه جوړه شي ترڅو ستونزې پر وخت حل شي او د صارداتو برخه کې هم اړینې اسانتیاوې رامنځته شي.»

تر دې وړاندې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي ویلي وو، چې هڅه کوي د سوداګرۍ کلنۍ کچه درې میلیارده ډالرو ته ورسوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه