Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

عتیق الله عزیزي سیمه ییزو مسوولینو ته: له خبریالانو سره همکار واوسئ

د اطلاعاتو او کلتور وزارت کلتوري مرستیال له سیمه ییزو مسوولینو غوښتي څو له خبریالانو سره همکار اوسي. 

عتیق الله عزیزي په کابل کې د ولايتونو او امنيه قوماندانیو د وياندویانو د ظرفیت لوړونې په سيمينار کې ویلي چې سيمه ييز مسوولین باید پر وخت د خپلو چارو په اړه خبریالانو ته معلومات ورکړي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت کلتوري مرستیال، عتیق الله عزیزي وویل: « له رسنیو سره باید دوستانه او له مهربانۍ ډک چلند وکړو، ځکه که چېرې تاسو خبریالانو ته ښه معلومات ورکړئ او په ښو ټکو ورسره خبرې وکړئ نو دا لامل کیږي چې خبریال له تاسو سره همکار شي.»

بل‌خوا، په دغه غونډه کې د ځینو رسنیو مسوولانو له اسلامي امارته د خبریالانو او د رسنیزې ټولنې د ملاتړ غوښتنه وکړه.

د طلوع نیوز مسوول، ذبیح الله سادات په دې اړه وویل: « تاسو ویاندویان یاست او خبریالان ستاسو هر اړخیزه همکارۍ ته اړتیا لري او تاسو د خبریالانو په مرسته د یوې ادارې کړنې او لاسته راوړنې تر خلکو رسوئ او د خلکو پوښتنو ته ځواب ورکوئ.»

د ازادو خبریالانو د ټولنې رییس، حجت ‌الله مجددي هم وویل:« له خبریالانو سره د بېلابېلو ګروپونو او ښو اړیکو جوړول دي، دغه ناسته باید د خبریالانو سره د همکارۍ او اړیکې جوړولو سبب شي.» 

ورته مهال، یو شمېر خبریالان له اسلامي امارت غواړي چې د رسنیو قانون ژر تر ژره توشیح کړي.

شکرالله، یو تن خبریال وویل: « د خبریالانو د قانون توشیح کېدل ډېر مهم دي او ځکه خبریالان په دې سره کولای شي چې خپلو کارونو ته دوام ورکړي او پرته له دې له ستونزو سره مخ کیږي.» 

یو بل خبریال هم وویل: «له حکومته غواړو چې د رسنیو قانون ژر تر ژره توشیح کړي څو هغه ستونزې حل شي چې خبریالانو او رسنۍ ورسره مخ دي.» 

خو اسلامي امارت بیا وایي وایي چې د رسنیو قانون کندهار ته د اسلامي مارت مشرتابه ته لېږل شوی دی. 

د اسلامي امارت ویاند د دغه قانون توشیح کېدل د رسنیو لپاره ګټور بولي او وایي چې په یاد قانون کې بېلابېل مسایل په پام کې نیول شوي دي. 

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد زیاته کړه: « یوه مسوده ده چې په هغه کې بېلابېل څیزونه اضافه کیدای شي ډېر پړاوونه لري او وروستی پړاو یې زما تر نظر لاندې نه وه، په تمه یو چې بشپړ او توشیح شي او ټولو ته به ورسېږي او زه هیله من یم چې د رسینو او ټولنې په ګټه به وي.»

 تر دې وړاندې د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي معین طلوع نیوز ته ویلي و چې اطلاعاتو ته لاسرسی د خبریالانو حق دی او د اسلامي امارت د ټولو ادارو ویاندویان مکلف دي چې د خپلو چارو په اډانه کې رسنیو ته پر وخت معلومات ورکړي.

اسلامي امارت بیا وایي وایي چې د رسنیو قانون کندهار ته د اسلامي مارت مشرتابه ته لېږل شوی دی

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه