د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، په څه باندې لسو وروستیو میاشتو کې یې د کار جواز په ورکړې سره شاوخوا ۱۰۹ زره کسانو ته د کار زمینه برابره کړې.
د یاد وزارت ویاند وایي چې په دې موده کې څه باندې ۲۶ زره ښځو ته هم د کار زمینه برابره شوې ده.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند، سمیع الله ابراهیمي په دې اړه وویل: « څه باندې ۱۰۹ زره په امارتي ادارو او خصوصي سکټورونو کې په کارونو ګمارل شوي دي. او ښځو ته هم په هغو برخو کې د کار زمینه برابره شوې چې هلته ورته اړتیا وه څو نورو ښځو ته خدمات وړاندې کړي.»
۲۳ کلنه لیلا د کابل پوهنتون د ادبیاتو له پوهنځي فارغه ده؛ خو اوس د غالیو د اوبدلو په یوې کارخونه کې کار کوي.
لیلا له سرپرست حکومته غواړي چې، ښځو ته هم په دولتي او غیر دولتي بنسټونو کې د کار زمینه برابره کړي.
لیلا طلوع نیوز ته وویل: « تاسو فکر وکړئ چې د شپاړس کاله زده کړو وروسته بیا هم درنو کارونو ته مخه کړو. دا په ریښتیا هم زموږ په وس کې نه ده چې د سهار له شپږو د ماښام تر شپږو پورې دلته راشو او کار وکړو، ان تر دې چې زموږ د ځان له فیزیولوژي سره هم مناسبه نه ده.»
په دې کار ځای کې یو شمېر نورې کاریګرې ښځې هم له اسلامي امارته غواړي چې، د ښځو پر کار لګول شوي محدودیتونه لرې کړي.
شکیبا، غالۍ اوبدونکې وویل: « له اسلامي امارته غواړو چې پر ښځو لګېدلي بندیزونه چې نشي کولای کار وکړي او حلاله روزي لاسته راوړي، له منځه یوسي. زه له دوی هیله کوم چې د ښځو لپاره هم په دولتي بنسټونو کې د کار زمینه برابره کړي.»
یوې بلې غالۍ اوبدونکې، فرزانې هم وویل: « له اسلامي امارته مو غوښتنه ده چې په دولتي ادارو او خصوصي ادارو کې ښځو ته د کار اجازه ورکړي څو وکولی شي خپلې اقتصادي ستونزې حل کړي او د ښوونځیو او پوهنتونونو د تړلو له امله په دغسې ځایونو کې کار کولو ته اړ نه شي.»
د کار او ټولنیزو چارو وزارت په وینا، د سوداګریزو چارو سربېره په پاسپورټ ریاست، کورنیو چارو وزارت او ځینو نورو دولتي بنسټونو کې ښځو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
په دې اړه مو اندونه