Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د نیمروز پر والي ځانمرګی برید؛ درې تنه ټپیان شوي

یوه ځانمرګي بریدګر چې هوډ یې درلود د  نیمروز پر والي محمد قاسم خالد برید ترسره کړي، موخې ته تر رسېدو مخکې د والي د ساتوونکو له خوا پرې ډزې وشوې چې د هغه په پایله کې چاودېدونکو توکو یې هم چاودنه وکړه.

د نیمروز د ځايي چارواکو په وینا، په دغې پېښه کې محمد قاسم خالد ته زیان نه‌دی رسېدلی؛ خو درې تنه امنیتي ځواکونه ټپيان شوي دي.

محمد قاسم خالد په دې هکله وویل:«مخکې له دې نه چې دی خپل ځان ته انفجار ورکړي، له موږ سره چې کوم قهرمان مجاهدین او غازیان وو، د هغوی په ډزو کې بریدګر ووژل شو، بیا طبعاً هغه انفجاري توکي چې له ده سره و، هغو ته هم چاودنه ورکړل شوه.»

د چارواکو په وینا دا برید له غرمې وروسته یوه بجه هغه مهال رامنځته شو، چې مراجعین د ولایت له ودانۍ وتلي وو. 

ځانمرګی بریدګر له دوو پلټن‌ځایونو په تېرېدو، ځان د ولایت ودانۍ ته رسولی و.  

د نیمروز امنیه قومندانۍ ویاند ګل محمد قدرت په دې هکله وايي:«تقریبا یوې بجه شاوخوا ولایت مقام ته نږدې یو کس چې غوښتل یې والي صاحب ته ځان ورسوي، الحمدالله د امنیتي ځواکونو له خوا د ولایت مقام ته نږدې په ډزو ووشتل شو، وروسته تر هغې یې ځان ته انفجار وکړ.»

دغه ځانمرګي برید د نیمروز ولایت د اوسېدونکو اندېښنې زیاتې کړې دي. د نیمروز اوسېدونکي له امنیتي بنسټونو غواړي، چې دغه ولایت کې امنیتي تدابیر زیات کړي.

د نیمروز اوسېدونکی خیرالله طلوع‌نیوز ته وايي:«دوه تر درې کاله کېږي چې ارامي وه، اوس د خلکو اندېښنه زیاته شوې، باید امنیت ونیول شي.»

د نیمروز اوسېدونکی غلام دستګیر هم څرګندوي:«هغوی هم له انسانیته لېرې دي او هم له اسلامیته.»

تر اوسه د دغه برید پړه هېڅ ډلې پر غاړه نه‌ده اخیستې.

دا برید داسې مهال کېږي، چې تېر کال یوه ځانمرګي بریدګر ځان د بلخ والي تر دفتر رسولی و، چې په پایله کې یې د بلخ د والي په ګډون درېیو کسانو ژوند بایلود او څلور نور ټپیان شول.

به گفته‌ی مقام‌های محلی نیمروز، در این رویداد به محمد قاسم خالد آسیب نرسیده؛ اما سه تن از نیروهای امنیتی زخمی شده‌اند.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه