Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

چارواکي: یتیمانو، کونډو او معلولینو ته لس نیم میلیارده افغانۍ ورکړل شوي

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت وایي، په روان هجري لمریز کال کې یې یتیمانو، کونډو او معلولینو ته لس نیم میلیارده افغانۍ حقوق ورکړي دي.

د یاد وزارت ویاند، فیصل خاموش وایي چې له دغه وزارت سره شپږ سوه او شل زره یتیمان، کونډې او معلولین ثبت دي.

ښاغلي خاموش زیاته کړه: « په روان مالي کال یعني ۱۴۰۲ کې د بانک له لارې یتیمانو، کونډو او معلولینو ته لس نیم میلیارده افغانۍ حقوق ورکړل شوي دي. تر دې مهاله ۷۵ سلنه یادو کسانو سره میاشتنۍ مرستې شوي دي.»

بل لور ته بیا، یو شمېر معلولین له یاد وزارته د خپلو حقوقو له نه ورکړې شکایت کوي.

۱۴ کلنه سمیه د شهیدانو او معلولینو وزارت سره ثبت ده خو له تېرو دوو میاشتو راهیسې یې خپل حقوق نه دي ترلاسه کړي. د سمیې پلار د زړه ناروغي لري او د کار کولو وس نه لري. هغه وايي اوس مهال له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د سمیې پلار، فرهاد په دې اړه وویل: « زما د لور حقوق په لومړیو شپږ میاشتو کې چې ورغلم را یې کړل او د نورو شپږ میاشتو یې راته وویل چې د میاشتې دوه زره افغانۍ دي چې د دوه میاشتو څلور زره افغانۍ کیږي راشي او ویې خلئ.»

د کابل اوسېدونکي، غلام حیدر هم وویل: « هیله مو همدغه ده چې اسلامي امارت پام وکړي چې موږ سپین ګیري څه کولی شو، دوه ماشومان لرم چې ښوونځي ته ځي او نشي کولای چې کار وکړي.»

د کابل اوسېدونکي وویل: « له دولته مو هیله ده چې زموږ معاش راکړي، موږ ماشومان لرو د کورنۍ مشران یو باید یې لګښتونه تامین کړو دا زموږ مسوولیت دی.»

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت وايي، تر دې مهاله ۷۵ سلنې یتیمانو ، کونډو او معلولینو سره میاشتنۍ مرستې شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه