Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له افغانانو ملاتړ؛ جاپان له کابل سره د اړیکو د لاپياورتیا په لټه کې دی

په کابل کې د جاپان سفارت چارسمبالي تاکایا تنماتو طلوع نیوز ته ویلي چې توکیو له افغانانو ملاتړ کوي.

ښاغلي تنماتو زیاته کړې جاپان غواړي چې له افغانستان سره خپلې اړیکې لا پیاوړې کړي څو د دغه هېواد له خلکو سره پایداره اړیکې رامنځته شي.

هغه د طلوع‌نیوز خبریال ته وویل:«د جاپان ولس د افغانانو ترڅنګ ولاړ دی او موږ له دغو تاریخي اړیکو خوښ یو، هیله لرو چې دغه اړیکې لا دوامداره او اغېزناکې شي.»

ښاغلی تنماتو همدا راز د زده‌کړو حق یو له بنسټيزو حقونو بولي او زیاتوي چې د یوه هېواد د ښې راتلونکې لپاره اړتیا ده چې ولس یې زده‌کړې وکړي.

تاکایا تنماتو څرګندوي:«جاپان له افغانستانه د ملاتړ لپاره ځيني ژمنې لري، په ځانګړې توګه د ښځو او د خصوصي سکټور فعالیتونه او موږ په دغو برخو کې هم له افغانستان سره ولاړ یو.»

ورته مهال، اسلامي امارت هم له جاپان سره د اړیکو پر پراختیا ټینګار کوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«موږ هم غواړو چې له جاپان سره ښې اړیکې ولرو. دا اړیکې نه یوازې د یوه هېواد په ګټه پرېوځي، بلکې د دواړو په ګټه پرېوځي او دغه اړیکې د ملتونو لپاره ګټور دي.»

تر دې مخکې په کابل کې د جاپان سفارت له سرپرست حکومته غوښتي و چې په افغانستان کې د نړۍوالو همکاریو د زیاتېدو په موخه، د خپلو خلکو اړتیاو ته پام وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه