Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

روسیه؛ اسلامي امارت ژمنې نه دي عملي کړي، په رسمیت یې نه پېژنو

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وایي چې د ښځو حقونو د نه مراعت کیدو او ټولګډونه حکومت د نه جوړیدو په صورت کې به طالبان په رسمیت ونه پيژني.

سرګي لاوروف ملګرو ملتونو کې یوې خبرې غونډې ته ویلي چې طالبان باید له نړۍوالې ټولنې سره کړې ژمنې عملي کړي او داسې یو حکومت جوړ کړي چې ټول قومونه پکې شامل وي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف و ویل: «موږ هم د ملګرو ملتونو د نورو غړو په څېر، په رسمي توګه طالبان په رسمیت نه پیژنو ځکه هغوی د نورو بیلابیلو مسایلو په ګډون بشري حقونو او تر ټولو لومړی د نجونو او ښځو حقونو ته د درناوي او د ټول ګډوني حکومت د جوړېدو ژمنې کړې دي. د هغوی حکومت د قومي مخینې پر بنسټ ټولګډونی دی ځکه په دغه هېواد کې ازبېک، تاجېک، پښتانه، او هزاره شته خو له سیاسي پلوه په دغه حکومت کې ټول طالبان دي.»

که څه هم اسلامي امارت د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د څرګندونو په تړاو څه نه وايي خو تر دې مخکې د سرپرست حکومت ویاند ویلي چې حکومت یې ټولګډونی دی او له نړۍ یې غوښتي و چې د افغانستان په کورنیو مسایلو کې لاسوهنه و نه کړي.

اخوا، د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي بیا پر دې باور دي چې اسلامي امارت باید لومړی د خپلو هېوادوالو رضایت راجلب کړي، د هغوی بنسټیزو حقونو ته پام وکړي او بیا د رسمیت پیژندنې په موخه د نړۍ مشروع غوښتنې و مني.

د سیاسي چارو شنونکي سید مقدم امین و ویل: « په حقوقي لحاظ موږ کومه ستونزه نه ګورو چې نړۍ دې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني خو د نړۍوالو قوانینو پر بنسټ سیاسي کړه وړه له اړخه یو لړ معیارونه شته چې باید تمرکز پرې وشي.»

د سیاسي چارو بل شنونکي نجیب الرحمن شمال طلوع نیوز ته و ویل: « د نړۍ لخوا رسمیت پېژندنه د نړۍ په کچه د ځینو قوانینو او میثاقونو منلو ته اړمن وي چې ټول هېوادونه یې په منلو او مراعت کولو اړ دي.»

دا په داسې حال کې ده چې د رییس الوزرا سیاسي مرستیال ویلي چې اسلامي امارت د خپل متوازن او اقتصاد محوره سیاست له برکته له ګاونډیو، سیمې هېوادونو او نړۍ سره مثبت تعامل لري او زیاته کړې یې ده چې په نورو هېوادونو کې د اسلامي امارت د سفارتونو فعالیت او په کابل کې د یو شمېر هېوادونو د استازو حضور په یوه ډول د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې په مانا دی.

سرګي لاوروف یوې خبرې غونډې ته ویلي چې طالبان باید له نړۍوالې ټولنې سره کړې ژمنې عملي کړي او داسې یو حکومت جوړ کړي چې ټول قومونه پکې شامل وي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه