Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ (نی) فعالیت و ځنډېد

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ (نی) مشر ویلي په افغانستان کې یې د دغه بنسټ فعالیت د لنډمهال لپاره ځنډولی دی.

دغه بنسټ له تېرو دوو لسیزو راهیسې د رسنیو په بیلابیلو برخو کې له فعالیت وروسته، اوس وايي د یو شمېر ستونزو له امله د لنډې مودې لپاره خپل فعالیت دروي.

د نی دفتر رییس عبدالمجیب خلوتګر و ویل: « د نی یا د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ دفتر مشرتابه د ۱۴۰۲ کال د مرغومي میاشت کې په خپله وروستۍ ناسته کې پرېکړه وکړه چې په افغانستان کې د نی دفتر فعالیتونو په لنډمهالي توګه و ځنډول شي.»

ښاغلی خلوتګر زیاتوي چې له دې وروسته به د دغه بنسټ یو استازی هم په افغانستان کې فعالیت و نه کړي.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې رییس عبدالقدیم ویاړ طلوع نیوز ته و ویل: « که د دې بنسټونو فعالیت دریږي یا تړل کیږي په دې مانا ده چې د هېواد د رسنیزې ټولنې ته یوه لویه ضربه رسیږي.»

له دې سره سم، ځینې خبریالان وايي، د دغه بنسټ د فعالیت درېدل به په هېواد کې د رسنیزو فعالیتونو پر بهیر منفي اغېز وکړي.

خبریال داوود مبارک اوغلو وایي: « هېواد کې د رسنیو او خبریالانو د ملاتړ لپاره د یو بنسټ شتون او د دې لپاره چې فعالیت یې تضمن ولري یوه نیکه چاره وه او د داسې یو بنسټ تړل کېدل خبریالانو ته یو بد زیری دی.»

اسلامي امارت تر دې دمه د دغه خبر په تړاو څه نه دي ویلي.

د افغانستان د خبریالانو ملي ادارې د مالوماتو له مخې، دمګړۍ نږدې اتیا تلویزیونونه، څه باندې ۲ سوه راډيوګانې، کابو ۱۰ خبري اژانسونه او ۱۴ چاپي رسنۍ فعالې دي، او د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته څه باندې ۲۷۰ تصویري، غږیزې او چاپي رسنۍ بندې شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه