Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

نړۍوالو لیدنو کې د افغان نجونو پر مسالې خبرې

د اندونیزیا بهرنیو چارو وزیرې افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نېکلاسن سره په لیدنه کې افغانستان کې د نجونو پر زده کړو خبرې کړي دي.

توماس نېکلاسن پر اېکس ټولنیزه رسنۍ لیکلي چې په دغه لیدنه کې یې د نجونو زده کړو ترڅنګ، د نړۍوال تعامل اهمیت او د دوحې راتلونکې غونډې په اړه هم خبرې کړي دي.

افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي لیکلي: «موږ په بروکسل کې سره ولیدل او د افغانستان پر وضعیت، د نړۍوالو ښکیلتیا او د ټولو لپاره د زده کړو د فرصتونو پر ارزښت او د ملګرو ملتونو د یوې رغنده سرمشریزې په لور د کار کولو په اړه مو د ګډې ارادې په اړه خبرې وکړې.»

بل خوا، د نړۍوالو همکاریو په چارو کې د قطر د دولت وزیر د سوریې او د داعش پر وړاندې د ایتلاف لپاره د ایټالیا له ځانګړي استازي سره په کتنه کې د افغانستان وضعیت ارزولی دی.

د قطر بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، په دغه کتنه کې دواړو لورو د نجونو د زده کړو د ملاتړ پر لارو چارو خبرې کړې دي.

د قطر بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: «په دې کتنه کې دواړو لورو د سوریې د پرمختګ لپاره د همکاریو پر لارو چارو خبرې وکړې او همدا راز د افغانستان د مسئلې په ځانګړي ډول د ښځو د زده کړې په برخه کې د همکاریو پر لارو چارو هم وغږېدل.»

د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو له تړل کېدو څه باندې ۸۶۰ ورځې تېریږي.

هغه نجونې چې د ښوونځيو د بېرته پرانیستل کېدو تمه لري او دغه تمه یې له هرې ورځې بلې ته ډير ځوروي، له اسلامي امارته غواړي چې د زده کړو حق ترې وانخلي.

زده کوونکې، فرزانې و ویل: « اوس هم زه خپلې راتلونکې ته یادیږي، په افغانستان کې اوس د نجونو وضعیت داسې دی چې له خپلې راتلونکې په اړه ناهیلي دي.»

بلې زده کوونکې، لیلا طلوع نیوز ته و ویل: « زه بیا هم هیله من چې اسلامي امارت دې ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي چې موږ د هېواد لپاره خدمت وکړو.»

که څه هم اسلامي امارت له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو د بیرته پرانیستې په اړه تازه څه نه وايي، خو تر دې مخکې یې ویلي چې اسلامي امارت د نجونو د زده کړو مخالف نه دی او د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو او پوهنتونونو د پرانیستې لپاره هڅې دوام لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه