Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ا.ا د کارپوهانو د اندېښنو په ځواب کې؛ هېڅ ښځه د حجاب په پار په بند کې نه‌ده

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په افغانستان کې د ښځو نیولو په اړه د ملګرو ملتونو معلومات ناسم بولي او وايي چې هېڅ ښځه د حجاب له امله د اسلامي امارت په بند کې نه‌ده.

ښاغلي مجاهد طلوع‌نیوز ته وویل:«امنیتي بنسټونو هم رد کړې او ویلي یې دي چې داسې پېښه نه‌ده شوې؛ خو په لومړیو کې ځينو هغو ښځو ته چې خلک یې بې‌حجابۍ ته هڅول یو لړ سپارښتنې شوې دي، له همدې امله هغوی حوزې ته رابلل شوې وې او بېرته رخصت شوې دي. نه څوک بندي شوي او نه هم توقیف شوي.» 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي په ګډون د ملګرو ملتونو ځینو کارپوهان په یوې اعلامیه کې د حجاب د څرنګوالي له امله د ښځو پر نیول کېدو اندېښنه څرګنده کړې ده او له اسلامي امارته یې غوښتي چې نیول شوې ښځې او نجونې له ځنډ پرته ازادې کړي.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په اعلامیه کې د افغانستان د سرپرست حکومت له چارواکو غوښتل شوي چې د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د منعې د کنوانیسیون په ګډون د بشري حقونو د نړۍوالو ژمنو پېروي وکړي.

د ملګرو ملتونو سازمان د کارپوهانو په اعلامیه کې راغلي:«موږ له طالبانو غواړو چې د ازادۍ ټولنې سرغړونې چې ښځې او نجونې د هغوی د جامو پر بنسټ په نښه کوي، ودروي او ټولې هغه ښځې او نجونې ژر تر ژره خوشې کړي چې ښايي په بند کې وي.»
   
د ښځو د حقونو فعاله ثریا پیکان طلوع‌نیوز ته څرګندوي:«باید وڅېړل شي. له مشخصې نېټې پرته د نجونو وړل، له دې پرته چې جرم یې وڅېړل شي، زندان ته یې اچول مایوسه کوونکي دي.»
  
د ښځو د حقونو بله فعاله لیما شیرزۍ هم وايي:«افغانستان په تېر کې د نړۍوالې ټولنې یو فعال غړی و او تل یې نړۍوالو کنوانسیونونو اد بشر حقونو ته درناوی کاوه، اوس د طالبانو له واکمنېدو سره هم باید د افغانستان تېر دریځ وساتل شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت په افغانستان کې د ښځو نیول رد کړي وو او هغه یې تبلیغات بللي وو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه