Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مجاهد: د م.م سازمان له خوا د ځانګړي استازي ګومارنه غیر ضروري ده

اسلامي امارت وایي چې د ملګرو ملتونو سازمان له خوا د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ګومارنه د یاد سازمان د قوانینو خلاف کړنه ده.

ذبیح الله مجاهد طلوع نیوز ته وايي، د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړی استازی د هغو هېوادونو لپاره ټاکل کېږي چې په جګړه او کړکېچ کې وي؛ خو د ښاغلي مجاهد په باور د هېواد وضعیت نورمال دی او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکلو ته اړتیا نه شته.

ښاغلی مجاهد وايي:«دا یو غیر اړین ګام دی او د ملګرو ملتونو د قوانینو پر بنسټ هم غیر اړین دی او موږ هم دغه استازي ته اړتیا نه وینو، او دویمه دا چې ښايي هغوی هڅه وکړي چې افغانستان له کړکېچ سره مخ هېواد او یا هم په جګړه کې ښکېل هېواد معرفي کړي چې دا نیت ښه نه‌دی.»

اخوا، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست د اسلامي امارت د ویاند د څرګندونو په ردولو سره وايي، د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکل د ملګرو ملتونو د سرمنشي صلاحیت دی.

نصیر احمد فایق طلوع‌نیوز ته وايي چې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مسوولیتونه؛ د خپلواکې ارزونې د سپارښتنو پلي کول دي چې دغه سپارښتنې، په افغانستان کې د مشروع دولت جوړېدل، د سیاسي کړکېچ له‌منځه وړل او د افغانستان لپاره د نړۍوالې اجماع رامنځته کول یې مهمې برخې دي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست زیاتوي:«دا د ځانګړي استازي د هغو سپارښتنو په پلي کولو او یا پر مخ بیولو کې مشخصه دنده ده چې په لومړي ګام کې د نړۍوالې اجماع او په دویم ګام کې د یوه ملي دولت د رامنځه کولو لپاره چې افغانستان وکړای شي بیا له نړۍوالې ټولنې سره یوځای شي.»

د سیاسي چارو ځينې شنوونکي بیا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ګومارنې او استولو په تړاو بېلابېل لیدلوري لري.

د سیاسي چارو شنوونکی امان‌الله هوتکي وايي:«که‌چېرې د ملګرو ملتونو سازمان غواړي چې د افغانستان ستونزه حل کړي باید له اسلامي امارت سره هوکړې ته ورسېږي، له هغې وروسته دې استازی وټاکي، ځکه چې امارت په خپله یو لوری دی.»

د نړۍوالو چارو شنوونکی واحد فقیري هم څرګندوي:«دغه استازی کولای شي چې د افغانانو ترمنځ مذاکرې لپاره لار هواره کړي او لکه څرنګه چې موږ پوهېږو د افغانستان ستونزه کورنۍ او د افغانانو ترمنځ ده، تر هغې چې د افغانانو ترمنځ اجماع رامنځته نه‌شي، د افغانستان ستونزه نه‌حل کېږي.»

تر دې مخکې، د امنیت شورا غړیو هېوادو د ۲۰۲۳ زیږدیز کال په ډسمبر میاشت کې یو پرېکړه لیک تصویب کړ چې د هغه پر بنسټ د ملګرو ملتونو سرمنشي باید د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وګوماري چې له نړۍوالې ټولنې سره د افغانستان د بیا یو ځای کولو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي سپارښتنې مخ ته یوسي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست د اسلامي امارت د ویاند د څرګندونو په ردولو سره وايي، د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکل د ملګرو ملتونو د سرمنشي صلاحیت دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه