Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

نېکلاسن: اروپایي ټولنه، منځنۍ اسیا بېشکېک کې د افغانستان په اړه غونډه جوړوي

افغانستان کې د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي ویلي چې تر راتلونکې یوې اونۍ به په قرغیزستان کې د افغانستان په تړاو غونډه جوړیږي.

توماس نېکلاسن کابل کې یوې خبري ناستې ته ویلي، چې دغه غونډه د اروپایي ټولنې او منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ جوړیږي چې د افغانستان درې نږدې ګاونډي هېوادونه هم پکې ګډون کوي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي توماس نېکلاسن و ویل: «راتلونکې اونۍ به په منځنۍ اسیا هېوادونو کې له همکارانو سره ووینم، چې درې یې د افغانستان نږدې ګاونډیان دي. زه به د افغانستان په اړه د اروپايي ټولنې او منځنۍ اسیا په غونډه کې چې د قرغېزستان په کوربتوب په بشکیک کې جوړېږي، لیده کاته ولرم.»

له دې سره سم، د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي پر دې باور دي چې د قرغېزستان او دوحې غونډې یوازینی ګډ ټکی د اسلامي امارت لپاره د فرصت رامنځته کولو خبره ده.

د سیاسي چارو شنونکي شاکر حیات و ویل: « د بیشکیک ناسته د دوحې ناستې مقدمه ده، امریکا په دې لټه کې ده چې د جګړې په ډاګر کې بایللي د سیاست په ډګر کې لاسته راوړي.»

د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي همدا راز ټینګار کړی چې افغانستان ته تر سفر مخکې یې د سیمې څو نورو هېوادونو ته هم سفر کړی او د افغانستان په تړاو یې پر دوو او څو اړخیزو مسایلو خبرې کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه