Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په خوست کې د کشف شوي ډله‌ییز قبر پاتې شوني خاورو ته وسپارل شول

نن (سې‌شنبې د سلواغې پر ۲۴مه) څه باندې هغه ۱۰۰ جسدونه چې د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ د خوست شیخ زاید پوهنتون ته څېرمه له یوه ډله‌ییز قبر څخه موندل شوي وو خاورو ته وسپارل شول.

د خوست ښاروال بسم الله بلال وايي چې، په دغه ډله‌ییز قبر کې د ښځو جسدونه هم شته.

ښاغلی بلال زیاتوي چې د لومړنیو ارزونو پر بنسټ، ښایي دغه کسان پر افغانستان د پخوانۍ شوروي د حضور پرمهال وژل شوي وي.

 بسم الله بلال په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«د خوست شيخ زايد پوهنتون ته نږدې يو چک ډيم د کيندنې پر مهال يو ډله‌ييز قبر وموندل چې اثارو ته په کتو تر سلو زیات جسدونه په‌کې وو. چې ښځې هم په‌کې شاملې دي. ځينې رسنۍ وايي دا کار د تېر امارت په وخت کې شوی؛ خو موږ پلټنه وکړه او هغه لاسي ساعت چې په دې قبر کې موندل شوی په ګوګل کې سرچ چې ۵۴ کاله پخوا جوړ شوی همداراز ځينې د اوسپنې پيسې وې چې د ترکي وخت پورې اړوند وې، ځينې د ديني عالمانو پټکي و چې په هغوی د دوی لاسونه تړل شوي و او په ځينو ککريو کې اوس هم د ټوپک مرمۍ بندې و، موږ ټول جسدونه راټول او د ولايتي ادارې په هدايت مو په يو ځانګړي ځای کې په درناوی سره دفن کړل.»

د خوست ځينې اوسېدونکي چې پر افغانستان د پخوانۍ شوروي د ځواکونو د یرغل پرمهال یې د کورنیو غړي لادرکه شوي دي، له نړۍوالو محاکمو او د بشر حقونو له بنسټونو د عدالت غوښتنه کوي.

د خوست اوسېدونکي الف خان وويل:« په ۱۳۶۱ کال کې يې زما پلار او تره ونيول؛ خو پلار مو پنځه مياشتې وروسته راخلاص خو دماغي تکليف ورته پيدا شو، ماته خپل پلار وويل چې زه نور خپل ورور نه لټوم ځکه خلکو راته وويل چې هغه يې دلته تر خاورو لاندې کړ زما د تره په اړه دا معلومات ښيي چې په دې قبر کې شته دی.»

د خوست بل اوسېدونکی ظاهر شاه هم څرګندوي:«شاوخوا ۳۸ کسان ما په خپل لاس له دې قبر څخه را وايستل چې کالي، ږمنځې څپلۍ او نور توکي وروسره وو.»

د دې ولايت يو بل اوسېدونکي منډهير منګل بيا وويل:«له اسلامي امارت او نړۍوالې ټولنې او نړۍوالې محکمې څخه زموږ غوښتنه دا ده چې د دې خلکو پوښتنه وشي چې دا کار چا کړی او ولې یې وکړ او قانوني جزا ورکړي چې په راتلونکي کې نور داسې ظلمونه و نه‌کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو څه باندې دوو کلونو کې، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ډله‌ییز قبرونه موندل شوي دي.

بسم الله بلال زیاتوي چې د لومړنیو ارزونو پر بنسټ، ښایي دغه کسان پر افغانستان د پخوانۍ شوروي د حضور پرمهال وژل شوي وي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه