Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسلامي امارت: هېواد کې د تېر پر تله روغتیایي خدمتونه غوره دي

اسلامي امارت د روغتیا په برخه کې د بشري حقونو د څار بنسټ راپور ته په غبرګون کې ویلي، چې په تېرو دوو کلونو کې په ټول هېواد کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو ته جدي پاملرنه شوې.

د اسلامي امارت ویاند وایي، چې د اسلامي قوانینو په رڼا کې په روغتیايي برخه کې د ښځو لپاره کاري اسانتیاوو او روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی شته.
 
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد و ویل: « د ښکېلاک دورې په پرتله اوس په هېواد کې روغتیایي خدمتونه غوره شوي دي، روغتونونه معیاري شوي، خلکو ته خدمتونه په اسانۍ رسیږي او روغتونونو او کلینیکونو ته درمل هم پر وخت رسیږي.»

د بشري حقونو د څار بنسټ په خپل ۴۶ مخیز راپور کې ویلي، چې له ۲۰۲۱ کال وروسته د بهرنیو بنسټونو د مرستو کمېدو، د طالبانو له خوا پر ښځو د بندیزونو لګولو په افغانستان کې د روغتیايي سیستم په کړکېچن کېدو او روغتیايي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي په ستونزمنېدو کې رول لرلی دی.

د بشري حقونو د څار بنسټ مرستیاله هېدر بار وایي: «بله جدي ستونزه دا ده چې طالبانو له شپږم ټولګې پورته د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی او دا په دې مانا ده چې د ښځینه روغتیايي کارکوونکو د جذب مخه په بشپړه توګه نیول شوې ده.»

ډاکټر حامد شکیب طلوع نیوز ته و ویل: « د روغتیا برخه هم د هېواد د نورو برخو په څېر ډېره د قناعت وړ نه ده، دې برخه کې د نړۍوالې ټولنې او سیمه ییزو هېوادونو مرستو ته ډېره اړتیا لیدل کیږي.»

د بشري حقونو د څار بنسټ د راپور په یوه برخه کې ټینګار کړی چې د امریکا متحده ایالتونه او نور مهم هیوادونه باید د طالبانو پر مشرانو فشار راولي چې هغه محدودیتونه لیرې کړي چې د  ښځو پر زده کړو او کار د بندیز په ګډون روغتیایي مراقبتونو ته د خلکو د لاسرسي مخه نیسي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه