Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان په تړاو د دوحې دویمه غونډه به د تړلو دروازو تر شا پېل شي

د دوحې دویمه غونډه به د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي انټونیو ګوټرش په کوربتوب تر راتلوونکو څو دقیقو د قطر په پلازمېنه کې پېل شي.

د دغې غونډې په لومړۍ ورځ به د نړۍ د څه باندې ۲۰ هېوادونو ځانګړي استازي، د تړلو دروازو تر شا د افغانستان په تړاو سلامشورې وکړي.

دغه غونډه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د ځانګړي استازي فریدون سېنیرلي اوغلو د خپلواکې ارزونې په پام کې نیولو سره، په منظمه او پلان شوې توګه د نړۍوال ګډون د زیاتوالي په موخه ترسره کېږي.

د سیاسي چارو شنوونکی ویس ناصري په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«د افغانستان موضوع یوه سیمه‌ییزه او نړۍواله موضوع ده. د نړۍ او سیمې ټول لوبغاړي په افغانستان کې خپل مثبت او منفي رول لوبولی دی؛ د هغوی دغه مذاکرات او د نظر ادلون بدلون کولای شي چې په سم او ناسم لوري حرکت وکړي.»

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي د ارزونې د سپارښتنو د پلي کېدو په موخه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازې ټاکل کېدل هم د دې غونډې یوه برخه ده.

د سیاسي چارو ځیني شنوونکي د افغانستان او د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په تړاو د هېوادونو نړۍواله اجماع د افغانستان د وضعیت د بدلون په برخه کې مهمه بولي.

د سیاسي چارو شنوونکی واحد فقیرِي په دې هکله وايي:«اوس هم په نړۍواله ټولنه کې اجماع موجوده ده او ډېر زیات په عمده مسایلو کې اختلاف نشته، یوازې د دې لپاره د یوه ځانګړي استازي ګومارل، زه فکر کوم چې دا به نور هم منسجم کړي.» 

خو اسلامي امارت د دوحې په غونډه کې د بحث وړ مسایلو مهم نه‌ګڼي او وایي چې په دې غونډه کې د اسلامي امارت نه ګډون د اسلامي امارت د منزوي کېدو په معنا نه‌دی.                       

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې هکله څرګندوي:«موږ غوښتي وو چې هلته پر مهمو موضوع‌ګانو بحث وشي، چې په پام کې ونه‌نیول شوه او دا په دې معنا ده چې هلته بیا هم د وقت ضایع کول دي، مهم بحثونه نه‌دي. له همدې امله موږ ګډون ونه‌کړ. موږ په انزوا کې نه‌یو، د سیمې ډېری هېواونه او همدارنګه ګاونډي هېوادونه له موږ سره ښې اړیکې لري.»

د نړۍوالو چارو شنوونکی طارق فرهادي هم وايي:«د دوحې په غونډه کې نه‌ګډون د افغانستان د لا انزوا لامل کېږي او له بده مرغه اقتصادي وضعیت لا خرابېږي او زموږ ځوانان کډوال کېږي.»

ټاکل شوې ده، چې د دوحې غونډه سبا هم دوام ومومي، د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ویاند په وینا، انټونیو ګوټرش او د افغانستان لپاره د هېوادونو ځانګړی استازی به د مدني ټولنې له فعالانو او د ښځو د حقونو له فعالانو سره هم وګوري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه