Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سرحدي: تېره اوونۍ په بامیانو کې ۱۳ تنه په دورې ووهل شول

د بامیان ولایت والي عبدالله سرحدي له طلوع‌نیوز سره په ځانګړې مرکه کې وايې چې، د تېرې اوونۍ د چهارشنبې پر ورځ، ۱۳ تنه د نامشروع اړیکو او له کوره د تېښتې په تور په دورو وهل شوي دي.

د ښاغلي سرحدي په وینا، چې په دغو کسانو کې پنځه ښځې، او اته نرینه شامل دي.

عبدالله سرحدي طلوع‌نیوز ته وویل:«شرعي نکاح وجود لري، په شرعي نکاح باندې ټول مسلمانان مامور دي چې شرعي نکاح وکړي، له کوره تښتېدل، له بل نامحرم سره تلل، دا ټول هغه نجونې وې او هغه هلکان وو چې ډېری یې په دې کې ښکېل وو.»

ښاغلی سرحدي، په ۱۳۷۹ هجري لمریز کال کې د بامیان د بتانو د ویجاړولو په تړاو د پوښتنې په ځواب کې وايي، دا یو شرعي کار و او د اسلامي امارت د پخواني رهبر پر امر دغه بتان له منځه یوړل شول.

د بامیان والي زیاتوي:«ابراهیم (ع) که بتان پرېښي دي، نو زه او ته به یې هم پرېږدو، او بله دا ده که‌چېرې الله تعالی دغه اعلان وکړ چې د بتان په عوض کې موږ پیسې اخیستې وی، نو په اخرت کې به موږ سخت زلیله وی، بلکې په کار ده چې موږ او تاسې ته په دې نامه غږ شي، هغه څوک دې راشي چې بتان یې ماتول، نو موږ نه بت پرستان یې الحمدالله نه په افغانستان کې بت پرستان وجود لري، د څه د پاره یې پرېږدو؟»

عبدالله سرحدي د خپلو خبرو په یوه برخه کې د وزګارتیا په تړاو وايي، هڅه کوي چې د دغه ولایت اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره کړي.

د هغه په وینا په دې تړاو له یو شمېر سوداګرو سره هم خبرې شوې دي:«خلک په خپلو پښو ودروو او له موسساتو ډېری وخت دا غوښتنه وي چې موږ ته داسې کار وکړې چې خلک په ځان‌بسیا شي، په دا یوه بوجۍ اوړو او یا وریجو باندې دا هېڅ ګټه نه‌لري، دا خلک یوازې سوالګر اموخته کوي.»

د بامیان والي که څه هم په بند امیر کې ښځينه سیلانیانو ته د اجازې ورکړې په تړاو څه نه‌وايي؛ خو زیاتوي چې دغه مسئله لنډمهالې ده او ښځې د حجاب نه‌مراعتولو له امله بندامیر ته له تګه منعه کړای شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه