Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ټرافیکي پېښې؛ په تېرو لسو میاشتو کې ۱۶۰۰ تنو ژوند بایللی

د ټرافیکو عمومي ریاست وایي چې په تېرو لسو میاشتو کې په ټول هېواد کې د ټرافیکي پېښو له امله تر ۱۶۰۰ زیات کسان مړه شوي او تر ۴۰۰۰ زیات نور ټپيان شوي دي.

د دغه ریاست د پلان او پالیسۍ مدیر پر وینا، په دغې موده کې په ټول هېواد کې تر درې زرو زیاتې ټرافیکي پېښې ثبت شوې دي.

په دغو ټرافیکو پيښو کې ۹۶۷ نارینه، ۱۹۲ ښځې او ۴۴۷ ماشومان مړه شوي دي.

د ټرافیکو د عمومي ریاست د پلان او پالیسۍ مدیر دغه راز د ټرافیکي پېښو د کمېدو لپاره د دغه ریاست د دوامداره پلانونو خبره کوي.

د ټرافیکو د عمومي ریاست د پلان او پالیسۍ مدیر عبدالودود خیرخواه په دې هکله وايي:«په ټول افغانستان کې ۳ زره او ۴۵ ټرافیکي پېښې شوې دي چې له امله یې زموږ ځينو هېوادوالو ژوند بایللی او ځينې ټپيان شوي دي. د ټرافیکو د پولیسو عمومي ریاست د ټرافیکي پېښو د مخنیوي لپاره دوامداره او مشخص پروګرامونه لري، هغه هم په ښاري واټونو کې او هم په اطرافي واټونو کې او پر هغو واټونو چې د هېواد پر لویو لارو پورې اړوندېږي.»

بلخوا ځينې موټر چلوونکي او د پلازمېنې اوسېدونکي د ټرافیکي پېښو لامل په لویو لارو کې د ټرافیکي نښو نشتوالی، د موټر ناسم چلول او د موټر چلوونکي بې احتیاطي بولي.
                                                                               
د کابل اوسېدونکي نوید وویل:«د ټرافيکي نښو د کموالي له امله، خلک له ستونزو سره مخ دي. کله چې په واټونو کې ټرافیکي نښې چې اړینې هم دي، وي، چلوونکو ته اسانتیا رامنځه کوي او د ګڼې ګوڼې او د ټرافیکي پېښو مخنیوی کېږي.» 
        
د کابل بل اوسېدونکی اعطاالله هم څرګندوي:«په جمهوریت کې ډېرو کسانو پیسې ورکړې وې، لایسنس (د چلولو جواز) یې ترلاسه کړی و، هغه هم له دې پرته چې درس ووایي. هغوی مسلکي نه‌دي، یو لامل همدا دی چې د ټرافیکي پېښو لامل کېږي.»

تر دې وړاندې د ټرافیکو عمومي ریاست د ګڼې ګوڼې د کموالي او د ټرافیکي پېښو د مخنیوي لپاره د پلازمېنې په ځینو څلور لارو کې د ټرافیکي څراغونو د لګولو خبر ورکړی و. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه