Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

م.م: هرات زلزله ځپلو سره د مرستو لپاره ۴۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده

ملګرو ملتونو په یوه تازه راپور کې ویلي چې د هرات ولایت له زلزله ځپلو سره د مرستو لپاره څه باندې څلور سوه میلیونه ډالرو ته اړتیا لري. 

د ملګرو ملتونو، اروپایي ټولنې، نړۍوال بانک او د اسیا پراختیایي بانک ګډه ارزونه ښيي چې د هرات په زلزله ځپلو سیمو کې استوګنیزو کورونو، کرنې او ښوونې او روزنې بهیر ته سخت تاوان رسیدلی دی.

د دغې غوښتل شوې بودیجې ۴۱ سلنه، زلزله ځپلو کورنیو ته د سرپناه د جوړولو لپاره ځانګړې شوې ده.

د هرات د اطلاعاتو او کلتور رییس، احمدالله متقي وویل: « ملګرو ملتونو تر دې مهاله دوی لپاره کوم کور نه دی جوړ کړی او موږ هیله لرو چې دوی د خپل پلان سره سم هلته کورونه جوړ کړي.»

د ملګرو ملتونو په دغه راپور کې راغلي چې نږدې پنځه میاشتې مخکې هرات کې مرګونې زلزلې، د ښوونې او روزنې په برخه کې ۱۸۰زره زده کوونکي او نږدې څلور زره او ۴۰۰ ښوونکي زیانمن کړي دي.

د دغه راپور پر بنسټ، د زنده جان او انجیل ولسوالیو او همداراز هرات ښار ۲۷۵ زره اوسېدونکي په مستقیمه توګه له زلزلې زیانمن شوي دي.

د هرات اوسېدونکي، نعمت الله په دې اړه وویل: «تر دې مهاله چې کومې مرستې راغلي ځینو محدودو ولسوالیو ته ورکړل شوي دي  ټولو ولسوالیو ته نه دي ورکړل شوي.»

د هرات یو بل اوسېدونکي، غلام حیدري هم وویل: « زموږ په کلي کې له شپږ سوه کورونو یوازې دوه سوه کورونه روغ پاتې دي، نور ټول خراب شوي او مرستې هم نه دي شوي.»

د دغه راپور په یوه بله برخه کې راغلي چې دغې پیاوړې زلزلې، هرات کې د نږدې اویا سلنه ښځو پر کار و بار منفي اغېز کړی او تر اوسه یوازې لس سلنه دغه ښځې توانیدلي چې خپل فعالیتونه له سره پیل کړي.

د ټولنیزو چارو فعال، سید اشرف څرګنده کړه: « د زلزلې له امله رامنځ ته شوې ننګونې ډېرې دي او خلک حیران پاتې او مرستو ته اړتیا لري.»

د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي چې هرات کې د دغې پیاوړې زلزلې په پایله کې ۱۵۰۰ تنه مړه او نږدې دوه زره او ۶۰۰ تنه هم ټپیان شوي دي.

د دغه راپور پر بنسټ، هرات کې نږدې پنځوس زره کورونه زیانمن شوي چې له دې ډلې ۱۳ زره کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه