Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د انسان تښتوونکو له منګولو د ۱۲ کلن ماشومان ژغورل

دولس کلن عبدالفهیم له څورلس ورځني بند وروسته د انسان تښتوونکو له منګولو ازاد کړل شو.

د عبدالفهیم کورنۍ وايي چې انسان تښتوونکو د هغه د ازادولو په بدل کې ۸۰۰ زره امریکايي ډالره غوښتي وو.

عبدالفهیم د طلوع‌نیوز خبریال ته وویل:«هلته هغوی دوه تنه وو. یو یې تل له ما سره و او کار یې کاوه او بل یې سودا راوړله. په هغې کوټه کې چې وو تیاره وه.»
 
د فهیم پلار عبدالرقیب هم وايي:«هغه کسان چې امنیت ګډوډوي او د خلکو د ځور لامل کېږي، باید د هغوی مخه ونیولی شي او هغوی ته د خپلو کړنو سزا ورکړل شي.»

د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، دغه ماشوم تېره شپه د کابل ښار په څلورمې امنیتي حوزې کې د تښتوونکو له منګولو ازاد شوی او د هغه د خلاصون په موخه د عملیاتو په ترڅ کې دوه تنه انسان تښتوونکي وژل شوي دي.

د عبدالمتین قانع په وینا، تېر کال د تښتونې ۵۷ پېښې شوې دي او د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لوري ټولو پېښو ته رسېدنه شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طلوع‌نیوز ته وویل:«تښتول شوی ماشوم، الحمدالله ازاد کړل شوی. انسان تښتوونکو چې غوښتل یې مزاحمت رامنځته کړي، د عملیاتو په لړ کې وژل شوي دي.»

د ۱۱مې حوزې امر نصیر احمد احمدي هم څرګندوي:«الحمدالله له دې وروسته چې د کورنیو چارو وزارت په واسطه مو انسان تښتوونکي ګیر کړل، هلک مو د انسان تښتونکو له منګولو واخیست او کورنۍ ته مو وسپاره. او دوه انسان تښتوونکي ووژل شول.»

دا په داسې حال کې ده، چې د کورنیو چارو وزارت وايي، کابل د ۹۹۵ پېښو په لرلو سره د هغو ولایتونو په سر کې دی چې ډېرې جنایي پېښې په‌کې شوې دي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه