د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند یو ځل بیا پر هغه څه چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې «ناوړه چلند» بولي، نیوکه کوي.
ښاغلي مېلر همدارنګه ویلي چې له افغانستان سره د خپلو بشري مرستو دوام ته ژمن دی او د ۲۰۲۱ کال له اګېسټ میاشتې راهیسې له افغانستان سره د څه باندې دوه مېلیارد ډالرو مرسته کړې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د افغان ښځو د وضعیت په هکله خبریالانو ته وايي:«په ځلونو مو ویلي دي، چې په افغانستان کې له ښځو او نجونو سره چلند ناسم دی.»
هغه همدارنګه زیاته کړه:«متحده ایالتونه د افغانستان د خلکو ملاتړ ته ژمن دي. موږ له افغانستان سره د بشري مرستو تر ټولو لوی وړاندې کوونکي پاتې کېږو. موږ د ۲۰۲۱ کال له اګېست میاشتې راهیسې له افغانانو سره له دوه مېلیارد ډالرو زیاتې بشري او دوامدارې مرستې کړې دي.»
خو د اسلامي امارت ویاند په داسې حال کې چې د اسلامي قوانینو په رڼا کې د بشري حقونو د خوندیتوب خبره کوي؛ خو زیاتوي چې نړۍ د بشري حقونو مسایل د اسلامي امارت پر وړاندې د وسیلې په توګه کاروي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وايي:«د بشري حقونو موضوعګانې، خپلې سیاسي موخې ګرځوي او غواړي چې خپلو سیاسي موخو ته ورسېږي؛ چې نهرسېږي، او دا شرط یې هم بېځایه دی، کهچېرې له امارت سره همکاري ونهکړي او د پرمختګونو مخه ونیسي، دا په دې معنا دی پر هغه بشر چې په افغانستان کې ژوند کوي، ظلم کوي او حقوق یې تلف کوي.»
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو د نقض په تړاو اندېښنه څرګنده کړې وه.
په دې اړه مو اندونه