Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ښځو پر وړاندې د اسلامي امارت د سیاستونو پر بدلون د رینا امیري ټینګار

د افغانستان لپاره د بشري حقونو او ښځو په برخه کې د امریکا متحده ایالتونو ځانګړې استازې رینا امیري وايي چې په افغانستان کې د سرپرست حکومت د کړنلارو له امله دغه هېواد هر کال څه باندې یو مېلیارد ډالر له لاسه ورکوي.

مېرمن امیري په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې په افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو او ښځو پر کار بندیز ټولو افغانانو ته زیان رسوي، له همدې امله اړتیا ده چې د ښځو پر وړاندې دغه کړنلارې بدلې شي.

هغه په دې هکله وویل:«افغانستان هر کال څه باندې یو مېلیارد ډالر د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د سختو احکامو له امله له لاسه ورکوي. هغه احکام چې نجونې له زده‌کړو او ښځې له کار څخه منع کوي او دا د ټولو افغانانو دندو ته زیان رسوي، له بې‌وزلۍ او مرستو پورې له تړاو څخه د افغانستان د خلاصون لپاره دا کړنلارې باید بدلې شي.»

بې روزګاره ښځه فوزیه وايي:«باید موږ ته د کار حق راکړل شي او له دولته غواړو چې ټولو ښځو ته د کار او زده‌کړو حق ورکړل شي. موږ به تر کله په کور کې وو؟ ډېری ښځې زما په څېر د خپلې کورنۍ ګټیالۍ دي، له همدې امله موږ باید کار وکړو.»

ورته مهال د ملګروملتونو د ښځو برخه وايي چې له تصمیم نیونې د ښځو حذفول، افغانستان له کړکېچ څخه د وتلو له فرصتونو بې برخې کوي.

د ملګرو ملتونو د ښځو بنسټ په خبرپاڼه کې راغلي:«له تصمیم نیونې د افغان ښځو څنډې ته کول نه یوازې افغانستان له بحران څخه د وتلو لپاره له هر ډول فرصت څخه بې برخې کوي، بلکې ښيي چې د ښځو پر حقوقو برید، د هغوي د غږ چوپ کول او له ټولنې د هغوي لرې کول نه یوازې مجازات کېږي نه بلکې عادي کېږي.»

بلخوا اسلامي امارت وایي چې ښځو ته یې په هېواد کې د سوداګرۍ په برخو کې ښه فرصتونه برابر کړي او اسلامي امارت په هېواد کې د ښځو له لاسته راوړنو ملاتړ کوي.

د اسلامي امارت ویاند وایي چې په امریکا کې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ په هېواد کې د ښځو او نارینو پر ژوند نیغ په نیغه اغېز کوي، له همدې امله اړتیا ده چې امریکا په دې برخه کې خپل مسوولیت درک کړي.

ښاغلی مجاهد په دې هکله وویل:«که‌چېرې امریکا دومره د افغانستان د خلکو په فکر کې وي، باید له ټولو مخکې د افغانستان پیسې چې هغوی کنګل کړې دي ازادې کړي. کابو ۹٫۱ مېلیارد ډالر چې په امریکا کې کنګل شوې دي په نېغه توګه د افغانستان د خلکو پر ژوند منفي اغېزه کوي؛ هم خویندې اغېزمنې کېږي او هم سړي، په هر صورت هغوی باید د افغانستان پر وړاندې خپل مسوولیت درک کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د امریکا متحده ایالتو ځانګړو استازو د نړۍ له هېوادونو غوښتي وو چې په افغانستان کې له ښځو ملاتړ ته دوام ورکړي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه