Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

امنیت شورا د یوناما ماموریت یو کال نور هم وغځاوه

تېره شپه ناوخته د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوې غونډې په جووړلو سره په پنځلسو موافقو رایو سره د یوناما ماموریت د یوه بل کال لپاره وغځاوه.

د دغه پرېکړه لیک مسوده جاپان چمتو کړې وه او په دغه غونډه کې د جاپان استازی په افغانستان کې د یوناما حضور د څو اړخیزو ننګونو د حل لپاره مهم وباله.

په ملګرو ملتونو کې د جاپان دایمي استازي، یامازاکی کازویوکي و ویل: «دا پرېکړه لیک چې موږ تصویب کړ، ډاډ ورکوي، چې یوناما به په خپل ماموریت کې هغه څه ولري چې په افغانستان کې له څو اړخیزو ننګونو سره د مبارزې لپاره ورته اړتیا ده. په افغانستان کې پر خراب شوي بشري وضعیت په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره د دې ماموریت شتوالی ډېر اړین دی.»

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازلۍ سرپرست،نصیر احمد فایق و ویل: «خوښ یو چې نننی پرېکړه لیک په افغانستان کې د سولې، ټیکاو او ټولګډونې حکومتولۍ د ودې په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون د بشري حقونو د څارنې او راپور ورکونې په تړاو خپل حیاتي رول پیاوړی کوي.»

غونډه کې امریکا او روسیې په افغانستان کې د سولې او ټيکاو پر ټینګښت ټينګار وکړ او د امریکا متحده ایالتونو استازي له ملګرو ملتونو  وغوښتل چې د ۲۷۲۱ پرېکړه لیک له مخې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی هم وټاکي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا دایمي استازې، لینډا توماس ګرینفلډ و ویل: «موږ له ملګرو ملتونو غواړو چې د ۲۷۲۱ پرېکړه لیک پلی کړي او بالاخره داسې یو څوک وټاکي چې د نړۍوالې ټولنې، طالبانو او افغانانو سره کار وکړي، ځکه چې افغانان د دې وړ دي چې ټيکاو او امنیت ولري او له خپلو ازادیو برخمن وي.»

په ملګرو ملتونو کې د روسیې د دایمي استازې مرستیاله، انا اوستګنیوا څرګنده کړه: «دا کار د افغانستان خلکو ته د نړۍوالې ټولنې ژمنتیا په تړاو پیغام رسوي، په داسې حال کې چې په دغه هېواد کې د سولې او ټيکاو مسأله له ستونزو سره مخ ده، دا په پام کې نیول شویو موخو په برخه کې پر ټولو مسایلو د غور لپاره په افغانستان کې د یوناما او واکمن حکومت ترمنځ عملي همکاري مهمه ده.»

که څه هم په دې غونډه کې د چین استازی د یوناما د ماموریت د غځېدو ملاتړ کوي، خو په غونډه کې د پرېکړه لیک وړاندې شوې مسوده د افغانستان له بشري او اقتصادي ناورین سره د مبارزې لپاره مرستندویه نه بولي.

په ملګرو ملتونو کې د چین د دایمي استازي مرستیال، ګنګ شوانګ په ډاګه کړه چې: «موږ خواشیني یو چې د پرېکړه لیک مسوده په افغانستان کې وروستیو تحولاتو ته رسېده ګي نه کوي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو دوه نیم کاله وروسته، دغه هېواد په بې ثباته شرایطو کې دی او اقتصاد یې مخ پر خرابیدو دی.»

یوناما یو ځانګړی سیاسي ماموریت دی چې د ۲۰۰۲ کال د مارچ پر ۲۸ مه، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا د ۱۴۰۱ پریکړه لیک له مخې تاسیس شو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه