Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د دراني څرګندونو ته د ا.ا غبرګون؛افغان خاوره دهېڅ هېواد پر ضد نه‌کارول کېږي

اسلامي امارت د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي هغه څرګندونې ردوي چې ګواکې د پاکستاني طالبانو تحریک غړي په افغانستان کې شتون لري.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي سرپرست حکومت اجازه نه‌ورکوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان په ګډون د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي.

ښاغلي مجاهد څرګنده کړه:«په افغانستان کې د بهرنیو خپل‌سرو ډلو حضور ردوو او د افغانستان په خاوره کې ورته د فعالیت اجازه نشته. په دې برخه کې موږ خپلې وروستۍ هڅې کړې دي او لا یې کوو؛ خو یو شی باید موږ ومنوو چې افغانستان له پاکستان سره یوه ګډه ډېره اوږده کرښه لري، هلته ناهوارې سیمې هم شته، چې غرنۍ دي او ځنګلونه دي ځينې داسې سیمې دي چې ښايي پر وضعیت کنټرول ونه‌لرو.»

تازه د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي ادعا کړې چې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو تحریک یا «ټي‌ټي‌پي» پنځه تر شپږ زره غړي حضور لري. د پاکستاني رسنیو د رپوټ له مخې اصف علي دراني چې د پاکستان د سولې مطالعاتو د موسسې له خوا ( د افغانستان سوله او پخلاینه؛ د پاکستان ګټې او د تګلارې انتخابونو) تر عنوان لاندې غونډه کې وینا کوله د هند یې تورن کړی چې د افغانستان په خاوره کې له «ټي‌ټي‌پي» څخه ملاتړ کوي.

ښاغلي دراني ویلي:«پاکستان د کابل له لنډ مهالي دولت سره د خبرو په لړ کې ویلي چې باید د پاکستاني طالبانو تحریک بې وسلې کړي او مشرتابه یې ونیسي. ټي‌ټي‌پي د پاکستان سره کرښه ده او اسلام‌اباد داسې شواهد په لاس کې لري چې ښيي د پاکستاني طالبانو تحریک د افغان همکارانو له لارې له هند څخه پیسې اخلي او د پاکستاني طالبانو د تحریک شاوخوا پنځه تر شپږ زره غړي په افغانستان کې حضور لري.»

بل لور ته ځينې کارپوهان په دې اند دي چې پاکستان باید د افغانستان په خاوره کې د «ټي‌ټي‌پي» د غړو د حضور په تړاو اندېښنې له اسلامي امارت سره د تعامل او خبرو اترو له لارې له منځه یوسي.

د سیاسي چارو شنونکی یوسف امین ځاځی وايي:«پاکستان تل پلمې کړې چې هندوستان هغوی پیاوړي کوي او د افغانستان له لارې راځي، نو پاکستان ولې وېرېږي را دې شي، کېني، له افغانستان او هندوستان سره دې خپله مسئله حل کړي.»

تر دې وړاندې هم د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو تحریک ته په ځای ورکولو د اسلامي امارت په تورنولو سره ویلي وو چې د پاکستان په سرحد کې د ټي ټي پي بریدونه ۶۵ سلنه زیات شوي دي، هغه څه چې اسلامي امارت رد کړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه