که څه هم د ۱۴۰۳ ښوونیز کال پېل ته دوه ورخې پاتې دي؛ خو لاهم د نجونو پر مخ د منځنۍ دورې ښوونځیو او لېسو د پرانیستو لپاره کوم څرک نهلګېږي.
له شپږم ټولګي پورته ځينې زدهکوونکې نجونې له اسلامي امارته غواړي چې په نوي لمریز کال کې د هغوی پر مخ ښوونځي پرانیزي.
مژګان چې د لسم ټولګي زدهکوونکې وه وايي، چې هر کال به يې د کال په وروستيو ورځو کې ښوونځي ته د تګ لپاره چمتووالی نیوه؛ خو که څه هم سږ کال يې کومه ځانګړي تابیا نهده نیولې؛ خو هيله لري چې، وکړای شي ښوونځي ته ولاړه شي.
هغې د طلوعنیوز خبریالې ته وویل:«هیله لرم پرېکړه وشي او د دغه هېواد نجونې له دغه مبهم راتلوونکي څخه چې لري یې، بیرون شي.»
د یوولسم ټولګي زده کوونکې مریم وايي:«له اسلامي امارته زما غوښتنه دا ده چې بیاځلې د ښوونځیو دروازې زموږ پر مخ پرانیزي او موږ ته اجازه راکړي چې زدهکړې وکړو.»
دا په داسې حال کې ده، چې تر اوسه د نجونو پر مخ د ښوونځیو د بیا پرانیستو په تړاو د اسلامي امارت وروستۍ پرېکړه نهده روښانه شوې.
د ښځو د حقونو فعاله سونا شېرزۍ په دې هکله وايي:«نالوستې موږ ټولنې ته ښه اولاد نهشي وړاندې کولای، نو دغه محدودیتونه په راتلوونکي کې د هېواد په سراسري امنیت مستقیمه اغېزه لري.»
پرون د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي هم له اسلامي امارته وغوښتل چې په نوي لمریز کال کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.
په دې اړه مو اندونه