د چین سفارت نن (دوشبنې) د یوه پروګرام په لړ کې د کابل پوهنتون مخکښ زدهکړیالان، د بورسیې او د نغدي جایزو له ورکړې سره وستایل.
په کابل کې د چین سفیر ژاو شینګ په دغه پروګرام کې ویلي چې د چین سفارت په افغانستان کې له لوړو زدهکړو ملاتړ کوي.
ښاغلي شینګ زیاته کړه:«د چین سفارت په افغانستان کې د لوړو زدهکړو ملاتړ کوي. لکه څنګه چې د کابل پوهنتون رییس یادونه وکړه، موږ ژمن یو چې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړو.»
د کابل پوهنتون رییس اسامه عزیز د کابل پوهنتون مخکښو محصلانو ته د چین د سفارت له خوا د جایزو د ورکړې په پروګرام کې په هېواد ې د لوړو زدهکړو پیاوړتیا یوه جدي اړتیا بولي.
ښاغلی عزیز دغه راز زیاتوي چې د چین د ټکنالوژۍ او ساینس له پوهنتون سره د شوې هوکړې له مخې، ټاکل شوې چې دغه پوهنتون له کابل پوهنتون سره د ادبیاتو د څانګې ترڅنګ، د ټکنالوژۍ په څانګه کې هم همکاري وکړي.
د کابل پوهنتون رییس وویل:«د دواړو پوهنتونونو ترمنځ د ساینس او ټکنالوژۍ او همدارنګه د تېر په څېر د ادبیاتو په برخه کې به دغه همکارۍ پراختیا ومومي.»
په دغه پروګرام کې د لوړو زدهکړو وزارت مرستیال د افغانستان او چین ترمنځ د اړیکو مخینه ښه بولي او له چین څخه غواړي چې، له افغانستان سره د لوړو زدهکړو په ګډون په بېلابېلو برخو کې خپلې همکارۍ پراخې کړي.
د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معین مفتي محمد طاهر څرګنده کړه:«د چین هېواد زموږ له بېلابېلو عملي بنسټونو سره همکاري کولای شي چې زموږ په علمي برخو کې هغې ته زښته زیاته اړتیا ده.»
له بلخوا د کابل پوهنتون ځينې ممتاز محصلان له اسلامي امارته غواړي چې په هېواد کې نجونو ته هم د زدهکړو او تحصیل زمینه برابره کړي.
زدهکړیال رامین په دې هکله وویل:«د اسلامي امارت له چارواکو غواړو چې زموږ د خویندو پر مخ هم د پوهنتونونو دروازې پرانیزي چې، په راتلوونکو کلونو کې په دا ډول پروګرامونو او غونډو کې د هغوی د لیدو شاهد واوسوو.»
محصل میرویس هم څرګنده کړه:«له اسلامي امارته مې غوښتنه دا ده چې د نوي ښوونیز کال له رارسېدو سره د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې زموږ د خویندو پر مخ پرانیزي، څو هغوی هم وکړای شي چې په دا ډول غونډو کې ګډون وکړي.»
په دې پروګرام کې د کابل پوهنتون د ۱۴۰۲ کال ۶۰ تنو ممتازو محصلینو ته ستاینلیکونه او نغدي جایزې ورکړل شوې.
په دې اړه مو اندونه