Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پر افغان خاوره د پاکستان وروستیو بریدونو ته غبرګونونه

په افغانستان کې د پاکستان د بمبارۍ او د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د اسلامي امارت او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتو د ځینو هېوادونو او افغان سیاسي څېرو غبرګونونه راپارولي دي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي او په ملګروملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق او یو شمېر نورو څېرو هم پر افغانستان د پاکستان هوایي بریدونه غندلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مرستیال او د سپېنې ماڼۍ ویاندې په بېلابېلو ناستو کې د دې شخړو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له دواړو لورو يې غوښتي، چې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وډانټ پېټل وویل:«موږ له دواړو لورو غواړو چې خپل اختلافات حل کړي. موږ دې ته ژمن یو او ډاډ ترلاسه کړو چې، افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په پټن‌ځای بدل نه‌شي او د امریکا متحده ایالاتو او زموږ شریکانو ته زیان ونه رسوي.»

د سپېنې ماڼۍ ویانده کارین ژان پېر هم وايي:«موږ له پاکستانه غواړو چې له زغمه کار واخلي او دا ډاډ ترلاسه کړي چې د ترهګرو پرضد عملیاتو کې ملکي وګړو ته زیان ونه رسېږي.»

ورته مهال پخواني ولسمشر حامد کرزي او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق او ځینو نورو څېرو هم په خپلو لیکلو بیانیو کې پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه غندلي دي.

ښاغلي کرزي دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي:«د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی د پکتیکا او خوست ولایتونو پر سیمو د پاکستان هوايي ځواکونو بریدونه په کلکو ټکو غندي او هغه د هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا څخه ښکاره سرغړونه او د نړۍوالو نورمونو خلاف عمل بللی دی.»

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق څرګندوي:«د افغانستان پر خاوره د پاکستان د هوايي بریدونو ترسراوی چې په هره پلمه وي، د نړۍوالو قوانینو او د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا څرګند نقض دی. موږ دا عمل په کلکه غندو. د افغان ښځو او ماشومانو وژل د منلو نه‌دي او هېڅ توجیه نه‌لري.»

د سیاسي چارو شنونکی سید بلال احمد فاطمي وايي:«څه کم ۱۵کاله کېږي چې ټي‌ټي‌پي په پاکستان کې فعالیت لري، عملیات کوي او پروګرامونه لري. او ډېری سیمې یې نیولې وې، او د پاکستان پوځ هغه سیمې بېرته ونیولې، نو دا د اسلامي امارت په راتګ پورې اړه نه‌لري.»

د سیاسي چارو بل شنونکی ګل محمدالدین محمدي هم څرګندوي:«دا د هېوادونو لپاره مناسبه نه‌ده چې د یو بل پر واکمنۍ یا د یو بل پر خاوره باندې پوځي تېری وکړي، له دې ستونزې رامنځته کېږي.»

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ په یوې خبرپاڼه کې ویلي و چې، په خوست او پکتیکا ولایتونو کې د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو په تړاو يې په کابل کې د دغه هېواد سفارت چارسمبالی احضار کړی و.

دا په داسې حال کې ده، چې د دوشنبې سهار مهال پاکستاني جنګي الوتکو د پکتیکا او خوست ولایتونو پر ځينو سیمو بمباري کړې وه چې، له امله يې د ماشومانو او ښځو په ګډون ۸ تنه وژل شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه