Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له اسلامي امارت د نجونو غوښتنه: موږ ښوونځیو ته پرېږدئ

د نوي ښوونیز کال له پیلیدو او ښوونځي د زنګ له ګړنګیدو سره هم مهاله له شپږم ټولګي پورته نجونې زده کوونکې یو ځل بیا له خپلې بې برخلیکۍ څخه اندېښمنې دي.

زهر چې د یولسم ټولګي زده کوونکې وه او هیله منه وه چې، په راتلونکې کې ډاکټره شي او ښوونځي ته د تګ لپاره ډېره لېواله وه.

خو هغه یو ځل بیا ښوونځي ته د اجازې نه ورکړې له امله ناهیلې شوه.

هغې و ویل: «په ۱۴۰۱ کال کې مې د ښوونځي لپاره دا سپین ټکرۍ پېرلی و، خو له بده مرغه تر اوسه مې نه دی اغوستی. زه ډېره خواشینې یم او باروي یم چې د افغانستان ټولې نجونې خواشینې دي.»

یو شمېر زده کوونکې او د دوی د کورنۍ غړي له اسلامي امارته غواړي چې، له شپږم ټولګي پورته نجونو زده کوونکو ته د زده کړو د دوام اجازه ورکړي.

د اووم ټولګې زده کوونکې، سوحیبې و ویل: « موږ نجونې سږکال هم ښوونځي ته نشو تللی، له اسلامي امارته غواړو چې زموږ [نجونو] ښوونځي پرانیزي.»

له دې سره سم، د آمریکا د بهرنیو چارو وزارت له زده کړو د افغان نجونو د محرومیت دوام اندېښمنونکی بولي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال وایي، د افغان نجونو د زده کړو موضوع د افغانستان په تړاو د واشنګټن په پالیسو کې لومړیتوب لري او په وینا یې که اسلامي امارت د نړۍوال مشروعیت غوښتونکی وي؛ نو  د نجونو او ښځو د حقونو رعایتول ډېر مهم دي.

وېدانټ پټېل و ویل: «وګورۍ، له افغان نجونو او ښځو سره منصفانه چلند لا هم د افغانستان په تړاو زموږ په پالیسو کې لومړیتوب لري. موږ همداراز معتقد یوو چې، دا هغه څه دي چې، باید په اصطلاح د طالبانو دولت ته هم مهم وي او فکر کوو چې، هغوی ته هم د نړۍوالو له لوري د رسمیت پېژندنې لپاره مهم وي. او دغه حقیقت چې سږکال یو بل کال دی چې، افغان نجونې او ښځې زده کړو ته لاسرسی نه لري، بوږنونکی او خواشینوونکی دی.»

اوس پوښتنه دا ده چې، د پرلپسې کلونو لپاره له زده کړو د نجونو محرومیت به څه پایلې ولري؟

د ویلو ده چې، د ۱۴۰۰ ښوونیز کال دویمه نیمايي او همداراز ۱۴۰۱ او ۱۴۰۲ تعلیمي کلونه هم له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کوونکو له حضور پرته پایته ورسېدل او په ۱۴۰۳ هجري- لمریز  کال کې هم د اسلامي امارت چارواکو او د پوهنې وزارت مسوولینو له شپږم ټولګي پورته نجونو زده کوونکو ته د اجازې ورکړې په تړاو څه نه دي ویلي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه