Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د تخلیې بهیر کې پر بې‌نظمۍ د ډونالډ ټرمپ حکومت تورنېدل

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د بشپړ وتلو په بهیر کې د ډونالډ ټرمپ حکومت یې پر بې‌نظمۍ تورن کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وډانټ پټېل ویلي چې د ټرمپ دولت د امریکايي وګړو او افغان همکاران لپاره یې د تخلیې هېڅ پروګرام نه‌درلود.

ښاغلي پټېل له افغانستانه د امریکا وتل سیمه پرېکړه بللې او ټينګار یې کړی چې دغې پرېکړې امریکا یې لا پېاوړې کړې.

هغه زیاته کړه:«باید په یاد ولرۍ چې، ولسمشر بایډن پرېکړه وکړه چې، دغه جګړه پایته ورسوي. هغه په وار وار ویلي چې، دغه پرېکړه یوه ښه پرېکړه وه او د همدې پرېکړې له امله نن زموږ ملت لاپسې غښتلی شوی دی. همداراز دغه یادونه هم لازمي ده چې، دا د امریکا مخکینی دولت و چې، د امریکاییانو او افغان متحدینو د تخلیې په تړاو یې له کوم پروګرام پرته له طالبانو سره خبرې کولې.»

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد هم له هېواده د امریکايي ځواکونو د وتنې په تړاو داسې لیدلوری لري:«امریکایانو پر افغانستان یرغل وکړی و، دا ځای یې ښکېلاک کړی و، خلک یې ووژل. کله چې ظلم او ښکېلاک پای ته رسېږي، دا د افغانستان لپاره یوه ښه ورځ ده او په هغې کې د افغانستان ګټې نغښتې دي.»

د چارو ځينې شنونکي بیا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پایلې داسې ارزوي.

د نړۍوالو چارو شنوونکی طارق فرهادي طلوع‌نیوز ته وايي:«ډېر ښه وشول چې امریکا له افغانستانه ووتله، د دې لپاره چې دغه جګړه له بشري پلوه د افغانستان لپاره ډېره درنه پرېوته، او نن موږ ته یو ټوټې ټوټې اقتصاد پاتې دی.»

د سیاسي چارو شنوونکی یوسف امین ځاځی هم څرګندوي:«خلک زیانمن شوي، سیمه بې‌ثباته شوه، نړۍ بې‌ثباته شوه، د ترهګر برخلیک معلوم نه‌شو چې په تېرو څلوېښتو کلونو کې ترهګر چا تمویلول.»

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شل کلن حضور د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۳۱مه له کابله د وروستي امریکايي سرتېري په وتلو سره پایته ورسېد. د افغانستان په جګړه کې د امریکا ۲ ترېلیونه ډالره لګېدلي او ورسره ۲۴۶۰ امریکايي نظاميان وژل شوي او همداراز څه باندې ۲۱ زره نور یې ټپیان شوي وو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه