Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ویزو نه تمدید؛ افغان زده کړیالان پر هندي حکومت نیوکې کوي

ځینې افغان زده کړیالان چې مخکې په هند کې پر زده کړو بوخت وو او دمګړۍ په هېواد کې دي د هند حکومت له لوري د ویزې پر نه تمدېدو نیوکه کوي.

دغه زده کړیالان وایي، درسونه یې نیمګړي پاتي او له پرله پسې هڅو سره سره نه دي توانیدیلي چې ویزې ترلاسه کړي.

سید محبوب چې د هند په یوه پوهنتون کې د ماسټرۍ زده کړیال وو وايي، د ځينو شخصي مسایلو له امله د لسو ورځو لپاره کابل ته راغی؛ خو تر اوسه پر دې نه دی توانېدلی چې بېرته هند ته خپلو درسونو ته ستون شي.

سید محبوب طلوع‌نیوز ته وویل: «د ویزې ترلاسه کولو یوه میاشت وخت ونیو، او کله چې کابل ته راغلو، حکومت سقوط وکړ او الوتنې بندې شوې.»

یو بل زده کړیال، ضامن علی حیدری هم وویل: « موږ بې برخلیکه یو ځکه موږ خپل تعلیم او دنده دواړه له لاسه ورکړل زما غوښتنه له دواړو حکومتونو څخه دا ده چې زموږ د ستنېدو لپاره زمینه برابره کړي.»

په همدې حال، د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال د یوناما له مرستیال او د یونسکو له سرپرست سره په لیدنه کې په هند کې د افغان استادانو او زده کړیالانو د ویزو د ستونزو حل لپاره د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

زده کړیال، نجیب الله رحمتي وویل: « نن افغان زده کړیالان په افغانستان  کې بند دي، او بې برخلیکه پاتي او د هند له لوري یې ویزې هم نه تمدیدیږي.»

تر دې مخکې اسلامي امارت ویلي وو چې، له هندي چارواکو سره په اړیکه کې دي او هڅې کوي؛ څو د هند په پوهنتونونو کې د افغان زده کړیالانو ستونزو ته مناسبه حل لاره ومومي.

د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال د یوناما له مرستیال او د یونسکو له سرپرست سره په لیدنه کې په هند کې د افغان استادانو او زده کړیالانو د ویزو د ستونزو حل لپاره د همکارۍ غوښتنه کړې ده

تصویر بندانگشتی

ځینې افغان زده کړیالان چې مخکې په هند کې پر زده کړو بوخت وو او دمګړۍ په هېواد کې دي د هند حکومت له لوري د ویزې پر نه تمدېدو نیوکه کوي.

دغه زده کړیالان وایي، درسونه یې نیمګړي پاتي او له پرله پسې هڅو سره سره نه دي توانیدیلي چې ویزې ترلاسه کړي.

سید محبوب چې د هند په یوه پوهنتون کې د ماسټرۍ زده کړیال وو وايي، د ځينو شخصي مسایلو له امله د لسو ورځو لپاره کابل ته راغی؛ خو تر اوسه پر دې نه دی توانېدلی چې بېرته هند ته خپلو درسونو ته ستون شي.

سید محبوب طلوع‌نیوز ته وویل: «د ویزې ترلاسه کولو یوه میاشت وخت ونیو، او کله چې کابل ته راغلو، حکومت سقوط وکړ او الوتنې بندې شوې.»

یو بل زده کړیال، ضامن علی حیدری هم وویل: « موږ بې برخلیکه یو ځکه موږ خپل تعلیم او دنده دواړه له لاسه ورکړل زما غوښتنه له دواړو حکومتونو څخه دا ده چې زموږ د ستنېدو لپاره زمینه برابره کړي.»

په همدې حال، د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال د یوناما له مرستیال او د یونسکو له سرپرست سره په لیدنه کې په هند کې د افغان استادانو او زده کړیالانو د ویزو د ستونزو حل لپاره د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

زده کړیال، نجیب الله رحمتي وویل: « نن افغان زده کړیالان په افغانستان  کې بند دي، او بې برخلیکه پاتي او د هند له لوري یې ویزې هم نه تمدیدیږي.»

تر دې مخکې اسلامي امارت ویلي وو چې، له هندي چارواکو سره په اړیکه کې دي او هڅې کوي؛ څو د هند په پوهنتونونو کې د افغان زده کړیالانو ستونزو ته مناسبه حل لاره ومومي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه