په افغانستان کې د ايران سفير او ځانګړی استازی حسن کاظمي قمي وايي هېواد یې هڅه کوي چې افغانستان په خپل یوه سټراټېژيک همکار بدل کړي.
ایراني رسنیو د ښاغلي قمي له خولې لیکلي چې، دوی په افغانستان کې د ترهګرۍ او د امریکا د شرارتونو په څېر مسایلو سره مخ دي.
ایراني رسنیو د حسن کاظمي قمي پر حواله لیکلي:«موږ د داعش په ګډون له یو لړ ترهګرو عناصرو سره چې زموږ د هېواد په لوېدیځ کې د صهیونیستي استکبار پروژه ده، مخامخ یو، بل عنصر د امریکا شرارت دی؛ په حقیقت کې امریکایانو په افغانستان کې په ډېر قوت سره کار وکړ او ناکام شول او نن سبا له نرم او نیمه سخت ځواکه کار اخلي، امریکا له افغانستانه لاس نهاخلي.»
د نړۍوالو چارو شنونکی عزیز معارج وویل:«کهچېرې د ایران اسلامي جمهوریت واقعاً د افغانستان په چارو کې د نورو هېوادونو د لاسوهنې مخالف وي او واقعاً غواړي چې افغانستان له ترهګریزو مسایلو په امن کې وي، باید په اقتصادي په ځانګړې توګه د افغانستان د خلکو او دولت اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې ډېره مرسته وکړي.»
د سیاسي چارو شنونکی سید جواد سجادي هم څرګندوي:«تر هغې چې په افغانستان کې یو پراخبنسټه حکومت رامنځته نهشي، افغانستان پر یوه سټراټېژیک شریک د بدلېدو وړتیا نهلري. ایران هڅه کوي چې له امریکا سره خپل مخالفت له طالبانو سره د سټراټېژۍ پر بنسټ بدل کړي.»
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد هم وايي چې د ایران په ګډون د افغانستان له ټولو ګاونډیانو سره ښې اړیکې غواړي. نوموړی زیاتوي له ایران سره د امنیت، پولو او سوداګرۍ په څېر مشترکات لري او هېڅ لوري ته به اجازه ورنه کړي چې دا اړیکې خرابې کړې.
د اسلامي امارت ویاند وايي:«ډېر مشترکات لرو او همدارنګه کولای شو ډېرې همکارۍ سره ولرو او ګډ امنیت لرو، ګډه پوله لرو، ګډه سوداګري لرو؛ له همدې امله ډېر اهمیت لري چې زموږ اړیکې ښې او نېکې وي او اوس اړیکې ډېرې ښې دي.»
له دې وړاندې د بروکینګز بنسټ په یوه راپور کې ویلي و چې ایران اسلامي امارت مشر او د هغه نږدې کړۍ ته ژور لاسرسی لري او له اختلافاتو سره سره یې له طالبانو سره خپلو اړیکو ته دوام ورکړی دی.
په دې اړه مو اندونه