Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په هوايي ډګرونو کې د ملکي او هوايي چلند له انسټیټوټه د ۸۵ فارغ شویو جذبول

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت مسوولین د هیواد په هوایي ډګرونو کې د ملکي هوایي چلند انسټیټوټ د ۱۴۰۲ کال د ۸۵ فارغانو له ګمارنې خبر ورکوي.

د دغه وزارت مالي او اداري مرستیال صدیق الله عابد، وایي، دغه ځوانان چې دوه کاله یې علمي او عملي زده کړې ترلاسه کړي، دمګړۍ د هیواد په ۲۷ هوايي ډګرونو کې د هوايي ترافیکي خدمتونو او هوایي چلند په برخو کې په دندو ګمارل شوي دي.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت، مالي او اداري مرستیال، صدیق الله عابد و ویل: سږکال چې کوم محصلین په ۱۴۰۲ کال کې فارغ شوي وو، د هغوی له منځه ۸۵ کسانو ته په ۲۷ ولایتونو کې د کار زمینه برابره شوه.

«سږکال چې کوم محصلین په ۱۴۰۲ کال کې فارغ شوي وو، د هغوی له منځه ۸۵ کسانو ته په ۲۷ ولایتونو کې د کار زمینه برابره شوه. »

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت مسوولینو په همدې تړاو جوړو شویو مراسمو کې وویل، په هوايي ډګرونو کې د معیاري خدماتو د وړاندې کولو په موخه یې دغه ځوانان پر دندو وګومارل.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت عملیاتي مرستیال، فتح الله منصور و ویل: « هر کال د محصلینو په شمېر کې زیاتوالی راځي، سږ کال د تېر کال پرتله دوه چنده محصلین دغه انسټیټوټ کې شامل شوي دي.»

د ملکي هوايي چلند له انسټيټیوټه ۸۵ فارغ شوي کسان چې، په ۱۴۰۲ هجري- لمریز کال کې یې د فراغت سندونه ترلاسه کړي وو، د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت له لوري د هېواد په هوايي ډګرونو کې پر دندو وګومارل شول.

یو شمېر دغه ځوانان وايي، په دوو کلونو کې یې د هوايي ټرافیک د خدمتونو او هوايي چلند د تخنیک په تړاو یې علمي او عملي زده کړې کړې دي.

له ملکي او هوايي چلند له انسټیټوټه فارغ شوی محصل، حفیظ الله و ویل: «زه د آی اس د یوه مدیر په توګه، د خوست هوايي ډګر ته استخدام شوی یم، او غواړم خلکو، هېواد او اسلام ته خدمت وکړم.»

له دې سره سم، د تخنیکي او مسلکي زده کړو او همداراز د ازموینو ملي ادارې دولتي بستونو ته د ځوانانو رسېدل یو پرمختګ ګڼي.

د ازموینو د ملي ادارې رییس، عبدالباقي حقاني په دې تړاو و ویل: «زموږ او ستاسې افغانستان تخصص ته اړتیا لري چې موږ باید په هره برخه کې متخصصین ولرو څو زموږ هېواد اباد شي.»

د ټرانسپورټ او هوايي چلند ووزارت د مالوماتو لمخې، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې دغه وزارت د ملکي هوايي چلند د انسټیټیوټ شاوخوا ۳۰۰ فارغ شویو کسانو ته د هېواد د هوايي ډګرونو په بېلابېلو برخو کې د کار زمینه برابره کړې ده.

برخی از جوانان فارغ‌شده می‌گویند که در مدت دو سال آموزش‌های علمی و عملی را در بخش خدمات ترافیک هوایی و تخنیک هوانوردی کسب کرده‌اند.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه