Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ننګرهار کې یوه کورنۍ له څلورو لسیزو وروسته په هېواد کې اختر لمانځي

له څه باندې څلورو لسیزو وروسته هېواد ته له پاکستانه راستنې شوې کورنۍ په هېواد کې لومړی اختر لمانځي.

طلوع نيوز ننګرهار کې د یوې داسې کورنۍ غړي غږولي، چې څه د پاسه ۴۰ کاله وروسته هېواد ته راستانه شوي او د لومړي ځل لپاره کوچنی په کور دننه لمانځي.

هغه کورنۍ چې له پاکستانه په جبري توګه رایستل شوې، له کلونو کډوالۍ وروسته اوس د جلال آباد ښار په څنډو کې ژوند کوي.

له اوږدې جلا وطنۍ وروسته یې خپل وطن کې ژوند کولو ته ډډه لګېدلې ده.

د دې کورنۍ غړي وایي، خوښ دي چې سږ کال اختر د خپلو هېوادوالو په څنګ کې لمانځي.

له پاکستانه را ایستل شوی، اختر محمد د طلوع نیوز خبریال ته وايي: هر وخت به یې تنګولو، وهلو، پیسې به یې رانه اخیستې. زما په هغه وخت کې ټول عمر ۱۵ یا ۱۶ کاله و، کمه کمه ږیره مې راغلې وه. دا وروڼه مې واړه واړه وو چې موږ ولاړو پاکستان ته. مور او پلار، ترونه مې ټول هلته وفات شوي او هلته خښ دي. نو اوس چې بېرته وطن ته راتلو ډير خوشاله وو.

له پاکستانه را ایستل شوی، شاه محمد هم وايي: تقریبا ۴۲ یا ۴۳ کاله مو پاکستان کې تېر کړي دي. هلته پیدا شو، ودونه مو هلته وکړل. بیا مو دې ماشومانو ته د وطن کیسې کولې چې زموږ داسې وطن دی، داسې ګل و ګلزار وطن دی الحمدالله داسې پاکه خاوره ده او داسې پاک غرونه دي.

د دغې کورنۍ نور غړي وایي، که څه هم هېواد ته په راتګ سره یو لړ اقتصادي ستونزو سره مخ دي، خو دا چې په ارام زړه او پرته له کومې ویرې ساه اخلي، د خوښۍ احساس کوي. دوی له حکومته د دوامدارې سرپناه غوښتنه کوي.

له پاکستانه یوه بل را ایستل شوي، نورمحمد و ویل: له موږ سره دې د کار او روزګار مرسته وشي. چې د کار زمینه راته برابره شي ځکه ډیره مجبوري لرو واړه واړه ماشومان لرو.

ددې کورنۍ کوچني ماشومان هم کوچني اختر ته خوښ دي او وايي، هېواد ته په راستنيدو به د اختر خوښۍ له خپلو خپلوانو سره ولمانځي.

له پاکستانه را ایستل شوي، عمران هم و ویل: دلته مې لا اول اختر دی. مخکې له دې به مو اختر په پاکستان کې و. دلته مې ملګري هم زیات دي، کرکټ هم کوم، ښوونځي ته هم ځم  او له هغه ځایه دلته ډیر خوشاله یم.

د ننګرهار کډوالو او بيرته راستنېدونکو چارو رياست د معلوماتو پر بنسټ،تیر ۲۰۲۳ کال کې د تورخم له لارې ۶۱۵۰۰ کورنۍ راغلي دي چې اتیا سلنه یې په ننګرهار کې او پاتې یې نورو لایتونو کې استوګن شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه